د شکایاتو کمېسیون پر ارګ تور پورې کړ
د شکاياتو کمېسیون وايي،د ولایتي کمېشنرانو هغه نوملړ چې جمهوري ریاست ته لېږل شوی، تر اوسه د ولسمشر له لوري نه دی منظور شوی.
دا کمېسیون وايي، دې کار ټاکنیزو شکایتونو ته رسېدل او د هغو د ثبت چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د دې کمېسیون رییس عبدالعزیز اریایي وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوه نیمه میاشت وړاندې د هغو ۱۰۲ کسانو نومونه چې د ازادې سیالۍ له لارې د یاد کمېسیون د ولایتي کمېشنرانو بستونو ته یې لاره موندلې وه، جمهوري ریاست ته لېږلی؛ خو تر اوسه د ولسمشر له لوري نه دی منظور شوی.
ده پر ارګ سخته نیوکه کوي او زیاتوي، که ولسمشر پر ډیموکراټیک نظام باور لري، باید د دوی چارې منظمې کړي.
0 نظرونه