الیس ویلز له اتمر سره پر سوله غږېدلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په سیمهییزه او نړیواله کچه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیاسي اجماع پر شتون خوښي ښکاره کړې.
د ملي امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کې الیس ویلز ویلي، د تماس نړیوال ګروپ ناسته بریالۍ وه او پایلې يې د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره مثبتې و ارزولې.
د ملي امنیت شورا لیکي، دواړو لوريو په دې ناسته کې د سولې پروسې د بریالیتوب په موخه په سیمهییزه او نړیواله کچه پر مهمو لارو چارو د خبرو تر څنګ د ترهګرۍ پر وړاندې د مشترکې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.
0 نظرونه