مشرانو جرګه امنيتي وضعيت ته اندېښمنه ده
د مشرانو جرګې غړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو زیاتېدو او په کابل کې د عزیزالله کاروان په نوم د ځانګړیو ځواکونو د یو قوماندان شهادت د اندېښې وړ ګڼي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، حکومت باید د ولسوالیو د سقوط او د افغان سرتېرو د تلفاتو د مخنیوي ترڅنګ د عزیزالله کاروان وژونکي هم پیدا کړي.
ده زیاته کړه، په یوشمېر ولایتونو کې امنیتي پوستې په پرله پسې ډول سقوط کوي او افغان پوځیانو ته په کې تلفات هم اوړي.
تر دې وړاندې ولسي جرګې هم د امنيتي وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې وه.
0 نظرونه