د جلال اباد په برید کې ۱۸ تنه شهيدان شوي
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې د پروني ځانمرګي برید له امله ۱۸ تنو ژوند بایللی او ۲۵ نور ټپیان دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب الله وايي، په شهيدانو کې ۱۲ اهل هنود افغانان، دوه سرتېري او پاتې یې عام وګړي دي.
دا برید داسې مهال کېږي چې ولسمشر غني په ننګرهار کې دی او هلته یې د امنیت لپاره سخت تدابیر نیول شوي دي.
0 نظرونه