تېر کال د انسانانو ۹۵ قاچاقبر نیول شوي
د عدليې وزیر وايي، تېر کال د انسانانو ۹۵ قاچاق کوونکي نیول شوي چې له ډلې يې دوه تنه په اعدام هم محکوم شوي دي.
عبدالبصیر انور د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د قانون لهمخې د انسانانو قاچاق غیر قانوني کار دی چې پر اساس يې امنیتي بنسټونه توانېدلي له تېر یوه کال راهیسې د انساني قاچاق د ډېرو مواردو مخه ونیسي.
دی وايي، د ملي امنیت ادارې په تېر یوه کال کې د انسانانو د قاچاق ۱۰۶ شبکې پېژندلې چې پر ۲۸ یې عملیات هم کړي دي.
د عدليې وزیر وايي، د ملي امنیت د ادارې تر څنګ پولیسو هم د انسانانو د قاچاق ۱۲۶قضیې کشف او څېړلې دي.
0 نظرونه