ولسمشر وايي، سوله به ژر راشي
ولسمشر غني وايي، سوله راتلونکې ده او په دې تړاو په ملي، سیمهييزه او نړیواله کچه اجماع موجوده ده.
ولسمشر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي، په کور دننه او بهر يې د سولې په تړاو اجماع جوړه کړې او اوس وخت د اقدام دی.
ولسمشر همدا ډول په ننګرهار کې د فساد، غصب مخنیوي او خپلسرۍ پر مخنیوي هم ټینګار وکړ او چارواکیو ته یې امر وکړ چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.
0 نظرونه