داسې بدمرغه مجرد مو چېرته ليدلی؟
مجردان به مو ډېر ليدلي وي، ځينې وايي، بخت يې خوار او قلم يې بند دی، خو راځئ نن په سرخط کې د يوه داسې چا په اړه ولولئ چې رښتيا يې هم قلم بند او په نړيواله کچه بدبخته دی.
دغه کس د چین په بېجنګ کې اوسي او تر اوسه يې اتیا زره ښځو د واده وړانديز په لغته وهلی دی.
يو دېرش کلن نایو ژیانګ فینګ وايي، هغه د یوې مناسبې ښځې په لټه دی او په تېرو اتو کلونو کې یې په دې اړه ډېرې دروازې ټکولې دي، خو منفي ځوابونه یې تر لاسه کړي دي.
هغه په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د پلار تر وفات وروسته زړه ښه کړ چې واده وکړي، خو تر اوسه یې داسې کوم څوک پیدا کړې نه ده چې د هوکړې په توګه ورسره سر وخوځوي.
فینګ د واده کولو لپاره یوه لاره هم نه ده پرې ايښې، په ټولنیزو رسنیو، واده وېبسایټونو، اخبارونو او نورو ټولو ګرځېدلی، خو ښکاري چې لا یې هم بخت په درانه خوب ويده دی.
جالبه خو دا ده چې نایو په ځینو ټولنیزو رسنیو کې د بد قواره، لنډي او نورو په نومونو پېژندل شوی دی او خپله هم وايي چې ځینو ښځو خو لا ورته ویلي چې د خبرو کولو په چل هم نه پوهېږي.
0 نظرونه