سنجو تر خپرېدو وړاندې تر خلکو رسېدلی
په دې ورځو کې ټول هندوستان د بالیووډ د مشهور ستوري سنجېدت پر ژوند د جوړ شوي فلم لیدو ته سترګې پر لار دی، خو دا فلم تر خپرېدو وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او فلم جوړوونکې کمپنۍ ته يې کروړونه روپۍ زيان رسولی دی.
هندي رسنۍ وايي، د سنجې دت پر ژوند جوړ شوی فلم پر سېنما تر ښکاره کېدو وړاندې انلاین لېک شوی او د فلم جوړوونکي ته یې پرېمانه زیان رسولی دی.
دوی لیکي، د دې فلم ان ایچډي لینک هم لېک شوی دی.
بله خوا بیا سنجېدت او رنبیر کپور په خپلو ټويټر او فېسبوک له خلکو او حکومت غوښتي چې د فلم د نور خپرېدو مخه دې ونیسي او نه دې پرېږدي چې تر دې زیان زیات د بالیووډ کورنۍ ته ورسېږي.
0 نظرونه