کابل او ننګرهار ته د قاچاق مخه ونیول شوه
د غزني پولیسو کابل او ننګرهار ته د نشهيي موادو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دې ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل وايي، دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۰کیلو ګرامه هیرویین په بس کې له کندهاره کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې غزنی د نشهيي موادو د قاچاق پر لاره بدل شوی او په دې وروستیو کې پولیسو د نشهيي موادو د قاچاق د څو پېښو مخه نيولې ده.
0 نظرونه