په ۳میاشتې کې ۲۳۱قاچاقبر نيول شوي
د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې۲۳۱ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وايي، په دې ډله کې ۱۳يې ښځې، دوه بهرنیان او ۹ تنه یې د ملکي خدمتونو مامورین دي.
د ویلو ده چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷۹ کسان د عدلي او قضايي مرکز د ابتداییه او استیناف محکمو لهخوا له یوه څخه تر ۲۰ کالو پورې په بند محکوم شوي دي.
0 نظرونه