په ننګرهار کې د برېښنا څلورم ټرانسفرمر ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
په ننګرهار کې د شل مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره څلورم ټرانسفرمر چې د درې نيم ميليونو ډالرو په لګښت رغول شوی، ګټې اخيستې ته وسپارل شو.
چارواکي وايي، د دې ټرانسفرمر په فعاليت سره په ننګرهار کې د برېښنا ظرفيت ۷۶ مېګاواټه ته پورته شو چې د پارچاوۍ ستونزې د حل ترڅنګ به فابريکو ته هم د برېښنا ورکړې اسانتياوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رييس وايي، ننګرهار يې هم د تاجکستان د وارداتي برېښنا له مزو سره وصل کړ چې په دې ولايت کې به د برېښنا ستونزه ورسره حل شي.
0 نظرونه