په امنيتي ارګانو کې د ماشومانو پر نه ګمارنه ټينګار
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له افغان حکومته غوښتي چې په امنيتي ارګانو کې په ناقانونه توګه د ماشومانو له ګمارنې ډډه وکړي.
امریکا همدا ډول د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د داسې پېښو پلـټنې او څېړنې وکړي چې په جګړو کې له ماشومانو کار اخيستل کېږي .
دغه راز سرچينې پر "بچه بازۍ" د مرتکبو کسانو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.
0 نظرونه