حامد کرزي د جګړې پر بيا پيلېدو اندېښنه وښووه
د هېواد مخکېني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د جګړې پر بيا پيلېدو اندېښنه ښوولې او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې د پرديو له دسيسو ځان وژغوري.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د هغه له خولې لیکلي، په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو له خوا پر افغانانو تپل شوې او د پرديو د ګټو جګړه ده چې د افغانستان خلک یې قربانیان دي او هېواد مو ورځ تر بلې لا ویجاړېږي.
حامد کرزي په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې په پوره هوښیارۍ سره د پردو له دسيسو ځان وژغوري او د بهرنیانو د هغو هڅو پر وړاندې په کلکه ودرېږي چې د افغانانو تر منځ د تفرقې او ورور وژنې د دوام لپاره روانې دي.
0 نظرونه