له بغلانه هم د سولې کاروان کابل ته را روان شو
د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار څخه هم د سوله غوښتونکیو لس کسيزه ډله پلې کابل ته را روانه شوه .
د بغلان ولايت دغه لس ځوانان چې د سولې په اړه ليکل شوي شعارونه له ځانه سره لېږدوي، وايي ، په کابل کې به تر ارګه ولاړ شي او له ولسمشر څخه به په هېواد کې د سولې خبرو د ژر پيل غوښتنه وکړي .
دوی وايي، ځوانان به دسولې دا سپېڅلی غږ د ارګ تر دروازې رسوي او هلته به له ولسمشر سره تر ليدو وروسته په هېواد کې د سولې خبرو د ژر پيلېدو غوښتنې کوي.
0 نظرونه