راتلونکې اوونۍ په سعودي کې د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړېږي
د سولې عالي شورا وايي، راتلونکې اوونۍ په سعودي کې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د ټولې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو تر منځ پرلهپسې کنفرانسونه جوړېږي.
د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطا الرحمن سليم په مزار شريف ښار کې له مدني ټولنو، ښځو او ځوانانو سره د سولې په برخه کې د هغوی د نظرياتو اخيستو په موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي، د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لپاره نړيواله اجماع رامنځته شوې ده.
مولوي سليم وايي، د اختر په ورځو کې اوربند وښووله چې افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي.
د سولې شورا مرستيال زیاتوي، په هېواد کې روانه جګړه نړيواله لوبه ده چې يوازې د سون توکي يې افغانان دي.
هغه له افغانانو هم وغوښتل چې په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسېدو لپاره بايد لاس په کار شي.
0 نظرونه