د شپږو ولايتونو د کانديدانو لومړنى ليسټ اعلان شو
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولسي جرګې ته د شپږو ولايتونو د کانديدانو لومړنى ليسټ اعلان کړ، خو د ٢٠مېرمنو په ګډون ٨٨تنه له دې ليسټ څخه لېرې شوي دي.
کابل، باميان، روزګان، نورستان، خوست او کونړ هغه ولایتونه دي چې د نوماندانو لومړنی ليسټ یې اعلان شوی دی.
د دې ليسټ له مخې، د ١٦مېرمنو په ګډون ٧٣ تنه له کابله، د دريو مېرمنو په ګډون اووه تنه له نورستانه، درې تنه له خوسته، دوه تنه له کونړه، د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه له روزګانه او يو بل تن له باميان ولايت څخه لېرې شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د قانوني نوم ليکنې پر مهال ٢٤٥٤تنو ولسي جرګې ته او ٣٧٣١ تنو د ولسواليو شوراګانو ته نوم ليکنه کړې ده .
0 نظرونه