برمک؛ طالبان بايد د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي، د سولې لپاره افغان حکومت خپله اراده تمثيل کړه او اوس طالبان بايد د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.
برمک په نيويارک کې د ملګرو ملتونو لهخوا د ترهګرۍ پر ضد په نړيوال کنفرانس کې وویل، په تېره روژه او اختر کې د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا له کوم شرط پرته يو اړخيز اوربند کول، د سولې لپاره دافغان حکومت قوي اراده څرګندوي.
د کورنيو چارو وزير زیاته کړې، افغان حکومت په ټوله نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو د هلو ځلو ملاتړ کوي.
0 نظرونه