ولسمشر؛ هیڅوک د سولې پروسه نه شي ویټو کولای
ولسمشر غني وايي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او هیڅوک د دې پروسې د انحصار او ویټو حق نه لري.
ولسمشر غني چې پرون یې له رسنیو سره د سولې او اوربند په تړاو خبرې کولې وویل، افغانستان له بنبست سره مخ و، خو د اوربند اعلان او عملي کېدو دا بنبست پای ته ورساوه.
ولسمشر غني همدا ډول پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو غږ ته لبیک ووايي او سوله وکړي. ولسمشر زیاته کړه، اوربند پای ته ورسېد او نور افغان ځواکونه کولای شي چې خپل عملیات پیل کړي، خو د اوربند تمدید يې په طالبانو پورې وتاړه.
ولسمشر دا هم وویل چې یو شمېر طالبان له پاکستان سره اړیکه لري او له همدې کبله له پاکستان سره د کاغذ پر مخ مذاکرات پیل شوي.
ولسمشر په دې اړه له نورو جزیاتو ورکولو پرته وویل، له طالبانو وروسته باید له پاکستان سره هوکړې ته ورسېږو.
0 نظرونه