مفلسان دې دا خبر نه لولي
د هندوستان د سرو زرو د خرڅلاو مشهور مرکز له ۱۸ قیراطو سرو زرو څخه داسې یوه ګوتمۍ جوړه کړې چې ان د نړۍ د ریکارډ په کتابونو کې یې نوم ثبت شوی.
دا ګوتمۍ په ډېر ښکلي ډیزاین جوړه شوې او بیه یې هم ۴۹ کروړه او ۴۰ لکه هندۍ کالدارې ده.
د ریکارډونو ثبتوونکي کتاب یا ګینز بک د ګوتمۍ جوړوونکي شرکت ته د زیاتې قیمتي ګوتۍ جوړولو تصدیق پاڼه هم ورکړې ده.
هغه شرکت چې دا ګوتمۍ یې جوړه کړې وايي، هدف یې یوازې دا و چې په نړیوالو ریکارډونو کې ځای پیدا کړي.
0 نظرونه