شاهرخ خان بیا خبر جوړ کړ
دا خبره خپله د شاهرخ خان د خولې ده چې اولادونو یې ترې غوښتي، هر څه دې جوړوي، خو د رسنیو د خبرونو سرټکي دي نه جوړوي.
خو کله کېږي، خان بیا داسې خبره کړې چې د خبرونو سرټکی ګرځېدلې ده.
د بالیووډ پاچا تازه د انوشکا شرما په اړه ویلي، له هغې سره له اوسېدو پوره خوند اخلي. اوس د خان دا خبره د رسنیو مهم خبر دی.
شاهرخ ویلي، انوشکا شرما به یې تل په یاد وي او همدارنګه یې ترې هیله کړې چې د یوې ورځې لپاره دی ور وغواړي.
خو خان بېرته د خپلو خبرو د سمون لپاره بیا ځل څه نه دي ویلي.
0 نظرونه