اليانا بيا هم خبره وژووله
د هغې د واده په اړه هله اوازو زور واخیست چې په تېر ډسمبر کې یې د کرسمس پر مهال په سرو جامو کې یو تصویر پر خپل انسټاګرام خپور کړ او یوه داسې جمله یې ورسره ولیکله چې زيات وخت د ژوند د ملګري لهپاره کارول کېږي.
داسې راپورونه هم خپاره شول چې الیانا له اسټرالوي عکاس اینډریونیبون سره شپږ میاشتې وړاندې واده کړی او په ټولنیزو رسنیو کې د دواړو څو تصویونه هم خپاره شول.
له الیانا په ځلونو په مرکو کې هم دا پوښتنه وشوې، خو هغې یې په اړه له څه ویلو ډډه کړې، مګر دا ځل یې یو څه خوږه خبره کړې.
هغې د اسټرالیو فوټوګرافر په اړه ویلي، هغه یو ښه انسان دی، خو زیاته یې کړه، دا نه وايي چې واده یې ورسره کړی او که نه، مګر پرېږدي چې خلک هر څه وايي، مګر دا له اینډریونیبون سره خوشحاله ده.
0 نظرونه