د سري دېوي زړه نه دی درېدلی
د بالیووډ د مشهورې ستورې سري دېوې د مرګ علت د زړه حمله ښودل شوې، خو کیسه بل ډول ده.
په دوبۍ کې د هندوستان قونسلګرۍ ته د سري دېوې د مړینې له راپور څرګندېږي چې هغه په حمام کې د اوبو په ټپ کې ډوبه شوې او مرګ یې یوه پېښه ده.
انډیا ټوډی ورځپاڼه لیکي، د سري دېوې د مړینې راپور ښيي چې هغه په ټپ کې لوېدلې او بیا یې ساه ورکړې ده، خو ورځپاڼه لیکي، د شک خبره دا ده چې سري دېوې له مړینې وروسته او که مخکې د اوبو په ټپ کې غورځول شوې ده.
خلیج ټایمز لیکي، د سري دېوې د مړینې په راپور کې د هغې د وینې له معاینې دا هم جوته شوې چې الکول یا شراب یې هم څښلې و.
د ویلو ده چې له دې وړاندې رسنیو لیکلي و چې سري دېوې د زړه د حملې له کبله مړه شوې ده.
0 نظرونه