کربوړی هم د انسان په څېر خوبونه ويني
د کربوړي په اړه یوه خبره دا ډېره مشهوره ده چې کولای شي د هرې سیمې له رنګ سره خپل رنګ بدل کړي، خو نن یې په سرخط کې له دې نوي راز څخه هم خبر شئ.
په لندن کې یو شمېر څېړونکیو موندلې چې کربوړی هم لکه د انسان په څېر کله چې ویدېږي، خوبونه ګوري.
د میکس پلینک انسټېټیوټ مدیرانو ویلي، دا سمه ده چې کربوړی خوب ګوري، خو دا ستونزمنه ده چې مالومه شي، څه ډول خوب ګوري، ایا په دېوالونو ګرځي او که وړې وړې حشرې خوري؟
وروسته څېړونکیو د همدې موضوع د روښانه کولو لپاره د کربوړي په مغز څېړنې پیل کړې او یو ډول چیپ یې د هغه په مغز کې ځای پر ځای کړ.
وروسته له دې لارې مالومه شوه چې د کربوړي سترګې په اتیا ثانیو کې ۳۵۰ ځله حرکت کوي.
دا علایم په انسان کې هم لیدل شوي. په خوب کې د انسان سترګې ډېرې تېزې څرخي او د زړه ضربان یې هم ډېر زیات وي چې فشار یې هم ورسره پورته ځي.
0 نظرونه