پوهېږئ سونم کپور له څه شي وېرېږي؟
په هندي سېمنا کې هر ستوری خپل یو ځانګړی عادت لري او په هماغه ډېر مشهور وي، خو له دې ټولو جلا د انیل کپور نازولې لور سونم کپور وایي، له مار، ښارمار، لېوه او پړانګ څخه نه وېرېږي، خو له هغو خلکو سخته کرکه لري چې د چا په شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي.
سونم کپور وایي، له هغې پوښتنې یې ډېر بد راځي چې د شخصي ژوند په اړه یې ترې پوښتل کېږي.
له یوې هندي مجلې سره په خبرو کې سونم کپور ویلي، د سېمنا په ډګر له پښې ایښودو وړاندې ورته یو شمېر کسانو ویلي و چې خبریالان او یو شمېر نور خلک به یې په شخصي ژوند پورې هره ورځ نښتې وي او غواړي یو ډول ډرامې پرې خپرې کړي، له همدې کبله دا په دې برخه کې ډېر په احتیاط ګامونه اخلي.
سونم کپور وایي، غواړي خپل ژوند له رسنیو پټ وساتي.
0 نظرونه