د درد ارامولو له دې دوا خبر واست؟
دا خو ډېره مشهوره ده چې د انسان لپاره ټولنیز ژوند تر ټولو مهم دی، خو اوس په دې وروستیو کې ساینس په دې اړه یوه دلچسپه موضوع روښانه کړې ده.
څېړونکي وایي، له دوستانو او ملګرو سره ناسته ولاړه کولای شي چې انسان له رواني ناروغیو په امان وساتي او دا کومه نفسیاتي خبره نه، بلکې طبیعي هغه ده.
څېړونکیو موندلې، هغه کسان چې له خپلو ملګرو سره زیاته ناسته ولاړه ولري، په بدن کې یې په طبیعي ډول یو هارمون چې اینډرفن نومېږي تولیدېږي چې د درد په کموالي کې پوره مرسته کوي.
تر دې وړاندې هم په یوه بله ورته څېړنه کې ویل شوي و، هغه کسان چې له ملګرو سره زیاته ناسته ولاړه لري، بدن یې د دردونو پر وړاندې زیات مقاومت لري.
0 نظرونه