شاهرخ خپل اولادونه سېنما ته نه پرېږدي
د هندي سېنما پاچا یا کنګ خان وروسته له هغه چې خلکو یې له زوی ارین خان او لور سوهانا سره ډېره مینه وښوده، خپل اولادونه له دې منع کړي چې په سېنما کې کار وکړي.
شاهرخ چې نه یوازې ستوری دی، بلکې څو فلمي کمپنۍ او سېنماګانې لري، ویلي چې نه غواړي اولادونه یې د ده پر پله، پل کېږدي.
ده ویلي، تر اوسه یې اولادونه ډېر واړه دي، اوس باید یوازې زدهکړه وکړي او تر هغه یې چې زدهکړې پوره شوې نه وي، اجازه به ور نه کړي چې بالیووډ ته راشي.
د شاهرخ په خبره، د اولادونو لپاره یې په هندي سېنما کې ډېر چانسونه شته، خو د زدهکړو لپاره چانسونه ډېر کم وي.
0 نظرونه