د نعناع کښت او د هغه پالنه
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 149138 1 نظر روزنامه سرخط

 د نعناع کښت او د هغه پالنه

نعناع  د خوشبويې او درملو په ډول د يونانيانو له وخت څخه را په دې خوا استعمالېږي او د مېلمه پالنې يو سمبول هم و.

  يونانيان داسې پوهيدلي و چې نعناع د غږ د صافيدو او د سلګيو د مخنيوي لپاره ښه درمل دي او پوهېدل چې وروسته له خوړو كه وخوړل شي، نو په هضم كې مرسته كوي .

   چينايان هم نعناع دريزش، هاضمې او تبې د درملو په حيث استعمالوي. د نعناع يو ځانګړی ډول (Spearmint)  د روميانو په واسطه په ټوله اروپا كې خپور شو.

 د نعناع دوه ډوله (Spearmint) او(Peppermint)  په اولسمه او اتلسمه پيړۍ كې د اروپايي مستعمرينو په واسطه زياتو ځايونو شمالي امريكا، هندوستان او منځني ختيځ او نورو ځايونو ته وړل شوى دی.

د اروپا او اسيا ښاريانو نعناع د ډېر پخوا زمانې راهسې په مساج او نورو تسكين كوونكو ورزشونو كې استعمالولو.

   د نعناع موجوديت په ډېرو پخوانيو عنعنوي كيسو او افسانو كې هم ذكر شوي دي. د نعناع نوم د نړۍ په ډېری ژبو كې شته چې دا په خپله ددې حقيقت بيانوي چې دا يو نړيوال استعماليدونكى بوټى دی.      په افغانستان كې نعناع د ډېرې پخوا زمانې راهيسې كښت او استعمال لېږي، خو په اساسي ډول د نعناع كرنه په افغانستان كې په ۲۰۰۵ كال كې د كرنو د څېړنو د نړيوال مركز(ICARDA) لخوا پيل شو چې د نعناع ۲۲ ورايټي Variety  چې نهه ورارايټۍ په افغانستان کې، شپږ ورايټۍ له پاكستان، څلور ورايټۍ لهه ټايوان، يوه ورايټي له هند، يوه له تاجكستان او يوه له ايران نه راوړل شوه چې نوموړې ورايټۍ په څلورو ولايتونو كابل، هلمند، كندز، ننګرهار كې تر څېړنو لاندط ونيول شوې.

نن سبا د نعناع شهرت ډېر تفسيرونكى دی او د استعمال ډېر ځايونه لري.

د نعناع د زياتو ډولونو څخه (Mentha  arvensis  ,  M.piperita ,  M. spicata) كرل او استعماليږي.

د نعناع د مهمو ډولونو طبقه بندي:

نعناع د(Mentha)  په جينس او د(Labiatae) Lamiaceae  په نباتي كورنۍ پورې اړه لري. ددې کورنۍ نور كرل كېدونكي او تيل ايستونكي نباتات عبارت دي له Basil، Sage، Rosmary، Marjoram،Lavender،Pennyroyal او Thyme څخه.

دMentha  په جينس كې زيات ډولونه شامل دي چې له يو بل څخه په ښکاره بڼه، بوى او استعمال كې توپير لري.

نعناع ټول ټيټ قدي سطحي بوټي دي چې هندي بيارې لكه (runners) او يا Stolon غزوي چې په خپلو بندونو Nodes كې ريښې او ساقې باسي، تكثيريږي.

د نعناع ډولونه د عادي نعناع، د شتي نعناع يا وحشي نعناع او جاپانې نعناع په نومونو ياديږي .دا څانكې لرونكي ټيټ قدي بوټي دي چې له ښكته څخه خپرې مربع شكله ساقې نژدې ځمكې ته جوړوي او د پاڼو څنډې يې دندانه داره  جوړښت لري.

دMentha piperita  پاڼې وړې وړې وي خو مشخصې پاڼې ډكې لري. دوه انچه يا زيات اږدوالى لري. د پاڼو سطح يې ښويه ده.

 د نعناع مكمل بوټى يوه ځانګړې خوشبويي لري چې دا خوشبويي د يو ډول تيلو د موجوديت تاثير دی. كله چې د خولې سره ولګول شي، نو لومړی ګرمه خوشبويي داره ذايقه راڅرګنديږي او وروسته په خوله كې د يخوالي احساس پيداكيږي چې دا په نعناع كې دMenthol  د تېلو د موجوديت تاثير دی.

له ځغلېدونكو مورني ريښو څخه نېغې مربع شكله ساقې چې دوه فوټه جګوالى لري، له ځمكې راوځي چې له ښكته نه ډېرې وړې، نيزه داره تيزې روښانه شنې پاڼې راوځي چې د پاڼو لاندې خوا يې ښويه او څنډې يې دندانه داره شكل لري، د پاڼو رګونه ډېر واضح د لاندې خوا څخه معلوميږي .

په پټيو كې كرونده:

د تكثير طريقه

د دې نبات تكثير د پسرلي په پيل كې د هغې د سټولن چې د ځمكې له برخې د ۸-۱۰ سانټي‌مټرو په اندازه وي، تكثيرېږي.

د ځمكې تيارول

د نعناع د كروندې لپاره بايد داسې ځمكه انتخاب شي چې سړک او لارو ته نږدې نه وي، د خلكو د ګرځېدلو له ځای لرې وي، څو نبات له دوړو خوندي پاتې شي. لږ سيوری لرونكی ځای ورته غوره دی. هغه خاوره چې ښه حاصلخېزه وي او د اوبه‌خور انتظام يې هم ښه وي، د نعناع د كروندې لپاره ګټور دي. د دې د كروندې لپاره ښه زيه‌كشي شوې خاورې چې PH يې له ۷-۶ پورې وي، وړ دي.

د كرلو اندازه

په يو هكټار ځمكه كې ۲۵۰ كيلو ګرامه تخم «بجکی» سټولنStolon  لګېږي چې د قطارونو تر منځ فاصله يې ۵۰ سانټي مټره او د دوو بوټيو تر منځ فاصله يې له ۲۰-۱۵ سانټي‌مټره پورې ده. كله چې په قطارونو كې دا سټولن وكرل شي، نو بيا اوبه‌خور ته د اب‌پاشي په بڼه اړتيا ده چې اوبه په پټي كې ډنډ نه شي، ځكه چې د ډنډ اوبو درېدل د نعناع بوټي ته زيان رسوي.

د كيمياوي سرې استعمال

د كېمياوي سرې خالص نسبت په نعناع NPK/ha  ۱۲۰:۶۰:۴۰ كيلو ګرامه ټاكل شوی، ټول فاسفورس «توره سره»، پوټاشيم‌داره سره او 1/5 حصه د نايټروجن‌داره سرې «۲۴ كيلوګرام په يوه هكټار» کې كېږي او د كرلو پر مهال له خاورې سره گډېږي.

پاتې شوې نوره نايټروجني سره د فصل تر شنه‌كېدو وروسته په كرونده كې د ځمكې پر سر شيندل كېږي. څنګه چې په مختلفو مودو كې د غبرګولي او زمري په وروستۍ اوونۍ كې اچول كېږي. که تخم د سلواغې په پای يا د كب په لومړۍ اوونۍ او د مرغومي په اخېر كې وركرل شي؛ نو د كېمياوي سرې اچول هم بايد په پورتني معيار عيار شي.

خړوبول

دا محصول په اوړي كې ۱۵-۱۲ او په مني كې ۶-۵ اوبه‌خور ته اړتيا لري. په منځني ډول له هرو دوو اوونيو كرونده اوبه‌خور ته اړتيا لري. د نامطلوبو بوټيو لېرې كېدل، د نموې په لومړنيو مرحلو كې ضروري دي.

حاصلټولونه او وچونه

لومړنى لو يې تر کرلو ۱۰۵ ورځې وروسته کېږي، دا نو هغه وخت وي چې د ګل غوټۍ د خلاصېدو په حال كې وي. د نعنا بوټي د ۱۰ سانټي مټرو په اندازه د ځمكې له سطحې پورته غځېږي. د نعناع د حاصل ټولول په ښه روښانه لمرينه ورځ كې بايد تر سره شي، ځكه چې د وريځو په ورځو كې د مينټول Menthol  غوړيو اندازه كمه وي.

دويم حاصل ټولول تر لومړني لو ۱۰۰ ورځې وروسته سر ته رسېږي .درېيم او نور لونه د بوټي په نموې پورې اړه لري.

د وچولو لپاره بايد د نعناع ساقې په يوه طبقه سره په سيوري كې وغوړل شي چې د خوسا كېدو مخنيوى يې وشي.

نعناع په منځني ډول په هكټار كې ۱۰ ټنه حاصل وركوي چې له ۸۰- ۱۰۰ كيلو ګرامو پورې مينټول تېل ترې تر لاسه کېږي.

د نعناع اوبه

د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې له نعناع اوبه ايستل کېږي چې د معدې او نورو ناروغيو د له منځه‌وړلو لپاره کارېږي. دا كار په افغانستان کې هم سر ته رسېږي. د نعناع اوبه ډېرې ګټې لري .

  • هاضمي سيسټم رغوي، د خوراک په هضم كې پوره پوره مرسته كوي
  • اشتها سموي
  • د معدې ګاز ختموي
  • د ترخي توليدات هڅوي
  • سرګرځېدل او استفراق له منځه وړي
  • اعصاب اراموي

يوناني طبيبان

د نعناع له پاڼو جوړه شوې خميره عموماً د جلدي ناروغي ايګزيماز حلقوي چينجيو د درملنې لپاره استعمالېږي. همدا ډول د هغو ناروغانو لپاره چې سردردي لري، هم تجويزېږي .

نعناع د خولې د تازه كولو او يخولو لپاره له ډېرې پخوا زمانې راهيسې د نړۍ په ځينو سيمو كې استعمالېده. همدا ډول كه د نعناع پاڼې په اوبو كې جوش شي او بيا وروسته په خوله غرغړه شي، د خولې بدبويي له منځه وړي او همدارنګه د ستوني د تانسلي امراضو لپاره هم ډېر ګټور درمل بلل کېږي.

نعناع او د كورنۍ جوړشوي سينګارونه

فيشني اړخ

يوه كاچوغه تازه نعناع، يوه پياله د عنبرو محلول witch hazel په يوه مرتبان كې ښه ټينګ بند كړئ، يوه اوونۍ يې په سړه او وچه هوا کې وساتئ، په دې ترڅ كې مرتبان هره ورځ وخوځوئ او بيا يې د استعمال لپاره په يوه بوتل كې خالي كړئ، دا دغوړ او نور مال پوستكي لپاره خورا ګټور شی دی.

 

له حشراتو ځان ساتل

يوه اندازه نعناع د ململ په ټوكر كې وتړئ او د يوه بند په وسيله يې په خپله غاړه كې وځړوئ، د حشراتو له زيانه به خوندي ياست.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

  1. Avatar
    خلیل مشعل
    جمعه، ۲۸ ثور ۱۳۹۷پاسخ
    يوه اندازه نعناع د ململ په ټوكر كې وتړئ او د يوه بند په وسيله يې په خپله غاړه كې وځړوئ، د حشراتو له زيانه به خوندي ياست.
    • Avatar
      زهیرمل
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Hamid Asadi
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Azizi
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې