د پروسټېټ سرطان او د ډي ویټامینو کموالی
څېړنې په ډاګه کوي چې په نارینهوو کې د پروسټېټ سرطان د ډي (D) ویټامینونو له کموالي سره اړيکه لري.
په دې څېړنه کې چې د نارټ ویسټرن پوهنتون څېړونکيو کړې ده، ویل شوي چې ډاکټران دې د نارینهوو د پروسټېټ تر جراحي مخکې د هغو د ډيویټامینو اندازه وګوري او وروسته له هغې چې په درملو یې د هغوی ډيویټامین ورزیات کړل، بیا دې د جراحي عملیاتو پرېکړه وکړي.
څېړونکي وايي، نارینه د ورځې ډېری وخت په دفترونو او کارځایونو کې وي، لمر لږ ویني، نو په کار ده چې تل په خپل بدن کې د ډيویټامینونو کچه ځان ته مالومه کړي او که ورته ضرورت وي، ډيوټامین دې وخوري.
شیدې، پنیر، حبوبات «لوبیا، دال، نخود...» د کب غوښه او غوړي، هګۍ، مالټې، کینو او پوڅکۍ زیات ډي وټامین لري خو تر هر څه زیات ډيویټامین د لمر له وړانګو تر لاسه کېږي.
نارینه تر ۵۰ کلنۍ وروسته د پروسټېټ په سرطان ډېر اخته کېږي.
دا سرطان هم د نورو په شان تر یوه بريده ارثي دی. که مو ورور، زوی یا پلار دا ناروغي ولري، ستاسې خطر هم زیات دی.
د امریکا د سرطاني ناروغیو د ټولنې د راپور په اساس د پروسټېټ سرطان په نارینهوو کې دويم زیات عام او شایع سرطان دی او د سرطان په ناروغیو کې د مړینو دويم ستر عامل دی.
په هرو اوو امریکايي نارینهوو کې یو تن د پروسټېټ په سرطان اخته کېږي. په بریتانیا کې هم هر کال نږدې ۴۱ زره تنه په دې ناروغي اخته کېږي.
که څه هم د پروسټېټ په سرطان د اختهکېدو منځنی عمر تر ۶۰ کلونو زیات ښوول کېږي، خو تر ۴۰ کلنۍ مخکې هم خلک پرې اخته شوي دي؛ ځکه ډاکټران باور لري چې تر ۴۰ کلونو لوړ نارینه باید په کال کې دوه ځلي د پروسټېټ د سرطان معاینه وکړي.
0 نظرونه