د ناروغيو په مخنيوي کې د لیمو رول
لیمو ډېری ګټې لري، نو ځکه خو يې په ډېره کارونه زيات ټينګار کېږي.
· لیمو د هرډول وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پزې بهېدنه، سترګو بهېدنه، او دې ته ورته ټولو ناروغيو څخه انسان خوندي ساتي. لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي او ویټامن سي عموما د داسې ناروغيو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي. د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ډېر ګټور تمامیږي.
· لیمو د پښتورګو د ماروغۍ لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، ټول هغه جراثیم وژني چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.
· د بندونو د دردونو مخه نیسي او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، همدا ډول اعصابو ته ارام ورکوي.
· که وڅښل شي، او یا په جلد باندې ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.
· د ملاریا، کولرا، او ټای پایډ څخه د ژغورنې لپاره کارول کیږي.
· د وټامن سي او روټین په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.
· د ښځو لپاره په رحم کې دننه د وینې بهیدنه کمه وي.
· د نشه يي توکو د عتيادد مخنيوي لپاره کارول کیږي.
· که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د جګر د ساتنې او په پاکولو کې مهم رول لوبوي او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.
· په جسم کې طبیعي توازن ساتي.
· د سټریک په نامه تیزاب په لیمو کې شته چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدنې مخه نیسي.
· د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون وجود لري.
· د معدې چینجي له منځه وړي.
· د وینې فشار تنظیموي او که چیرې د وینې فشار لوړ شي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې ناروغ ته د لیمو جوس ورکول دي.
· د تنفسي ناروغيو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي او د ناروغيو په تخفیف کې ګټور تمامیږي.
· د سترګو د ډېرو ستونزو لپاره ګټور مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن په نامه ماده موجوده ده چې د سترګو د ډېرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي او د سترګو دید پياوړی کوي.
· څوک چې په شوګر ناروغۍ اخته وي د هغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.
0 نظرونه