د اضطراب نښې نښانې او درملنه
۷ ثور ۱۳۹۷ 188217 0 نظر روزنامه سرخط

د اضطراب نښې نښانې او درملنه

د ډار، وېرې اواندېښنې احساس

  • نه کنټرولېدونکی اجباري وسواس او فکر
  • د ناارامونکو تېرو ترخو پېښو یاد ته راتلل
  • د ناتوانۍ او کمزورۍ احساس
  • له ناپاکۍ څخه وېره، پرله‌پسې د لاسونو پرېمنځل
  • د لاس و پښو یخېدل او یا خولې کېدل
  • د ساه بندېدل
  • د زړه ضربان زیاتېدل
  • د خولې وچوالی
  • د لاس او پښو بې‌حسه او یا هم مېږي مېږي کېدل
  • د عضلاتو شخوالی
  • ګنګسیت
  • د کمزورۍ احساس

کله چې له پورته نښو نښانو سره مخامخ شوئ او داحالت دوامداره پاتې شو، نو هرومرو تر ټولو نږدې روغتیایي مرکز ته ورشئ.

هغه لاملونه چې په اضطراب د مبتلا کېدو چانس زیاتوي

  • د کوچنيوالي پر وخت ناخوالې
  • د ناروغۍ په دوران کې که یو څوک د کومې ناروغۍ له لاعلاجي ځورېږي.
  • د دوستانو او خپلوانو مرګ
  • سټرس
  • د یو چا ځانګړي خصوصیات
  • د نشه‌يي توکيو او شرابو کارول

هغه ستونزې چې د اضطراب په پایله کې کېدای شي را منځ ته شي

  • ژور خپګان
  • په نشه‌يي توکيو روږدي کېدل
  • دوامداره سردردي
  • د غاښونو ستونزې
  • د هضمي سیسټم ستونزې

د اضطراب درملنه

که ستونزه ډېره پرمختللې نه وي کېدای شي د ناروغ رواني درملنه وشي او په یوشمېر حالاتو کې د درملو په واسطه درملنې ته اړتیا پیدا کېږي چې ستاسې معالج داکټر کولای شي، له ناروغي سره سمه درملنه انتخاب کړي.

 

 

کورنۍ درملنه:

له اضطرابه د خلاصون لپاره ناروغ کولای شي، پخپله له ځان سره مرسته وکړي.

  • رواني تسکين او عبادت
  • سپورټ
  • د شرابو او نشه‌يي توکيو له کارولو ډډه کول
  • له سګرېټ څکولو ډډه کول
  • د کافین لرونکيو موادو کم او یا هيڅ نه کارول
  • د ځانګړيو تمرینونو اجراکول
  • په کافی اندازه خوب کول
  • مناسب خوراک کول
  • خوب او اراموونکي تمرینونه

ډېره بې‌خوبي د سټرس لامل ګرځي او په پایله کې د ژور خفګان لامل هم کېدای شي. لږ تر لږه باید د شپې له خوا له اوو تر اته ساعته خوب کول په کار دي. کله چې ډېر ستړي شوئ او د ناارامي احساس وکړئ، نو په ارمه څملئ او یو څو ځله ژوره ساه واخلئ، داعمل څو ځلې تکرار کړئ او لاندې دغه تمرين هم وکړئ؛

  • لس دقيقې پر څوکۍ ارام کښېنئ
  • خپل تنفس ته مو پام وساتئ
  • یوه ژوره ساه واخلئ او تر دريو او څلورو ثانیو پورې خپله ساه وساتئ، وروسته یې په ارامه ارامه بیرون اوباسئ، دا کار څو ځلې تکرار کړئ.
  • د بدن مختلف عضلات مو په منظمه توګه کش او سست کړئ، دا عمل څو ځله تکرار کړئ، د پښو له ګوتو یې شروع کړئ او تر پایه د ټول بدن عضلات مو په همدې توګه تمرین کړئ.
  • د یوې مودې لپاره مو ځان سست او شل ونیسئ، خپل فکر مو هم را ټول کړئ
  • له هرې ستړیا وروسته حتماً ژوره ساه واخلئ او وجود مو سست ونیسئ
  • پلي وګرځئ یا قدم ووهئ

 

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې