ولې ټوله شپه خوب نه درځي؟
۶ ثور ۱۳۹۷ 115845 0 نظر روزنامه سرخط

ولې ټوله شپه خوب نه درځي؟

که د شپې خوب نه درځي، بايد پر دې پوه شئ چې تاسې يوازېنی کس نه یاست چې په دې ستونزه اخته شوي ياست. د يوې څېړنې له مخې داسې مالومه شوې چې د نړۍ يوه لويه برخه انسانان د دې ستونزې ښکار شوي دي او ورځ تر بلې په دې برخه کې اضافه‌والی راځي.

څېړنې ثابته کړې چې د بې‌خوبي ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو ستونزه نه ده، بلکې په مخ پر وده هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېره تېزي خپرېږي.

د څېړنې له پايلو پوهان داسې اندازه لګوي چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې‌خوبي په ستونزې اخته کسانو شمېر تر ۱۵ کروړه لوړ دی.

ډاکټران وايي چې په دې اړه پاخه او کره شواهد لري چې بې‌خوبي د لوږې د له منځه‌وړلو او دماغي ناروغيو سبب کېږي، همدارنګه وايي چې د دې تر څنګ د بدن نور فعاليتونه هم تر اغېز لاندې راولي.

ډاکټران په دې باور دي چې بې‌خوبي د انسان د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي چې له امله يې د مختلفو خطرناکو ناروغيو د پيدا کېدو لپاره لار هوارېږي.

ډاکټران زياتوي چې ډېر خوب هم د بدن لپاره ښه نه دی او د مختلفو ناروغيو د پيدا کېدو سبب کېدای شي.

وايي چې د سګرېټو څکول، غېر متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي، د بې‌خوبي ستونزه زېږولای شي. همدارنګه په غربي هېوادونو کې ۲۴ ساعته ژوند هم د بې‌خوبي د ستونزې د پيدا کېدو ستر لامل بولي او وايي چې د انټرنيټ غيرمعمولي استعمالول هم د بې‌خوبي د ناروغي په رامنځ ته کولو کې ستره ونډه لري.

تر اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم تر لاسه شوې دي چې اوږدمهاله ذهني فشار، وېره او نور روحي فشارونه هم په پرمختلليو هېوادونو کې د بې‌خوبي ستونزې زېږولای شي او داسې هم ويل شوي چې په دې هېوادونو کې د نارينه‌وو په پرتله مېرمنې ډېرې په دې ناروغي اخته دي.

د څېړنې له مخې په بنګله‌دېش، سهيلي افريقا او ويټنام کې ډېر زيات خلک د بې‌خوبي په ستونزه اخته وو چې د ډاکټرانو په وينا په دغو هېوادونو کې د بې‌خوبي ستونزه په عامه روغتيا او روغتونونو کې يوه عامه مساله ګرځېدلې ده.

ډاکټران خبرداری ورکوي چې په پرمختلليو هېوادونو کې د بې‌خوبي د ستونزې ډېروالی به په دغو هېوادونو کې د ډېرو نورو ناروغيو پیدا کېدو ته هم لاره سيخه کړي.

د بې‌خوبي د ستونزې د لېرې کولو لپاره کومه اسانه لاره نه شته او که وي هم؛ نو دغه موضوع اوږدې مودې ته اړتيا لري او که څوک غواړي چې د دې ستونزې لپاره کومه لاره تجويز کړي، بايد په اوږده موده کې د هغه د ژوند کولو طريقه او نورې روغتیايي اغېزې په پام کې ونيسي.

د دې تر څنګ په سګرېټو او نورو مخدراتو اخته کسان دې له نشو لاس واخلي، خپل خوراکونه دې منظم کړي، سپورټ دې وکړي او هڅه دې کوي چې ذهني فشار يې يو څه کم شي. هغه کسان چې له انټرنيټ او ټيکنالوژي زيات کار اخلي، د عادت له مخې دې هغه تر يوه بريده کم کړي چې عادتونه يې کنټرول او عادي حالت ته ور وګرځي.

 

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې