سني څپېړې وارول پيل کړل، خو پوهېږئ ولې؟
د هندي سېنما د مشهورې فلمي ستورې سني لېون په يوه ډک مجلس کې يوه خبريال ته اعصاب خراب شوي او داسې څپېړه يې کش کړی دی چې په ژوند به يې هېره نه شي.
اوس ځينې کسان سني لېون بدماشه بولي او ځينې بيا وايي، افرين دې وي ورباندې د نر لور ده، ښه يې وکړل چې خبريال يې وواهه.
کيسه داسې ده چې د هولي ويد سني لېون په خپرونه کې يوه خبريال ته خدايزه څه چرت ورولوېده او له مخې سره يې له سني څخه وپوښتل چې د يوې شپې لپاره څومره پيسې غواړې.
بس نور نو د سني اعصاب هم خراب شول او داسې څپېړه يې ورسره کش کړه چې تر دا اوسه به يې په غوږ زنګونه وهل کېږي.
د سني خاوند هم د دې دغه کار بېحده ستايلی دی.
0 نظرونه