کله چې له ورځنيو فعاليتونو ستړي کيږئ، د شپې له پلوه يو جانانه خوب دغه ستړيا لرې کولای شي، خو ځينو کسانو ته ښه خوب نه ورځي او په دې برخه کې ستونزه لري. ډېر عوامل شته چې د بېخوبۍ لامل ګرځي او ډېر نور سببونه بيا شته چې له تاسې سره مرسته کوي چې خوب مو کنټرول کړئ.
ښايي د ښه خوب کولو ټول لاملونه په خپل کنټرول کې ونه لرو، خو که ځينو ټکو ته پام وکړو، د ښه خوب لپاره به تر يو بريده لاره برابره کړای شو.
۱- تر هرڅه وړاندې د خوب لپاره يو ښه پروګرام برابر کړئ او هره شپه په ټاکلي وخت بستر ته لاړ شئ، حتی د رخصتۍ په وخت همدا کار کوئ.
۲- که څه هم ښايي داخبره به ډېره سولېدلي وي، خو ارزښتمنه ده چې وايو، تر خوب مخکې ډېر خوراک او څښاک مه کوئ او سپک ماښامنى وخورئ.
۳- ترويده کېدو دوه ساعته مخکې هېڅ مه خورئ.
۴- د شپې له پلوه نيکوټين او کافين لرونکي مواد مه خورئ، ځکه چې دا پارونکي مواد دي او تاسې ويښ ساتي.
۵- منظم سپورټ وکړئ، ځکه چې منظم بدني فعاليت له تاسې سره مرسته کوي چې ژر ويده شئ او ښه خوب وکړئ.
۶- هڅه وکړئ، د ورځې له پلوه ويده نه شئ، ددې لپاره چې د ورځې خوب د شپې خوب کموي، خو ښايي ووايو چې د ورځې له پلوه نيم ساعته خوب په سلامتيا کې مرسته کوي او ستوماني کموي .
۷- هره شپه له ويده کېدو د مخه داسې کار وکړئ چې ستاسې له خوب سره مرسته وکړي، دغه چارې په وګړو کې بېلابېلې وي د بېلګې په توګه د ګرمو اوبو حمام، مطالعه او ارامونکي تمرينات هغه څه دي چې له تاسې سره مرسته کوي، څو ښه خوب وکړئ.
۷- بله مهمه خبره دا ده چې د ځان لپاره د خوب ښه بستره جوړه کړئ، کله چې ستړي شوئ د خوب بستر ته ورشئ او ټول څراغونه مړه کړئ، ځکه چې رڼا هغه عامل دی چې له بې خوبۍ سره مرسته کوي.
که دغو ټکو ته په پام سره بيا هم خوب نه درځي، نو کومه جدي ستونزه لرئ او بايد کوم ډاکټر ته ورشئ او ورسره مشوره وکړئ، ښايي ځينې وخت درملو ته اړتيا پيدا کړئ ، خو دا هم مه هېروئ چې د ډاکټر له مشورې پرته په درملو ځان مه روږدی کوئ.
0 نظرونه