پر امريکايي اډو د ايران په بريد کې ۲۸۵ تنه مړه او ژوبل شوي
نن سهار وختي د ايران سپاه پاسدران په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي اډو ناتار توغندي و اورول چې د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، تر اوسه پورې پکې پنځه اتيا تنه وژل شوي او تر دوه سوه زيات ژوبل دي.
سپاه پاسداران نن په يوه اعلاميه کې وويل چې سرتېرو يې په عراق کې د امريکا پر پوځي اډو، د سليماني په نامه عمليات کړي او له ځمکې ځمکې ته ويشتل کېدونکي لسګونه توغندي يې پر دغو اډو ويشتي دي.
په دغو اډو کې يوه يې عين الاسد ده چې په عراق کې د امريکا تر ټولو لويه پوځي اډه بلل کېږي او دويمه يې د عراق د کردستان اربيل هوايي ډګر ته څېرمه ده.
د ايران فارس خبري اژانس نن د ځينو استخباراتي سرچينو له خولې خبر خپور کړی چې په دغو بريدونو کې پنځه اتيا وژل شوي او تر دوه سوه زيات ژوبل دي.
خو د امريکا حکومت لا تر اوسه د دغو شمېرو په اړه څه نه دي ويلي.
د ايران سپاه پاسدارن خپلو ګاونډيو هېوادو ته ګوته څنډلې چې که د دوی له خاورې د امريکا له نظامي اډو د ايران پر ضد کوم اقدام وشي، غبرګون به وښيي.
0 دیدگاه