یوه مصري هلک له پېرۍ سره واده کړی
حجت الاسلام والمسلمین
لیکونکی: الشیخ ابوعلي
ژباړه: کمالپوري
دا کیسه په ۱۳۹۵ لمریز کال چې د ۱۹۸۰ زېږدیږ کال له اپریل میاشتې سره سمون خوري، پېښه شوه او دې پېښې په مصر او ګاونډیانو کې یو شور، ځوږ راپورته کړ چې دا بیا یوه وتلي لیکونکي استاد اسماعیل په خپل کتاب (انسان او اشباع ی جن) کې راونغاړل.
نوموړی داسې کاږي، یوه سړي چې نوم یې عبدالعزیزمسلم شدید او ۳۳ کاله عمر یې درلود، ځان یې په ابو کهف نوماوه، له ځانګړيو ځواکونو سره یو ځای شو او د سویس کانال په شدیده جګړه کې یې د ملا تیر ټپي شو او دا ټپي کېدل یې د دې لامل شول چې نوموړی فلج شي. ده د جګړې ډګر پرېښود او خپل کلي ته ستون شو، څو له خپل مور او پلار سره پاتې عمر تېر کړي.
په هماغه شپه چې نوموړی ډېر غمځپلی په خپله خونه کې پروت و، ناڅاپه یوه ښځه یې ولیده چې سپینې جامې یې اغوستې وې او سر یې په بل سپین ټوکر پیچلی و، پر سپین دېوال راڅرګنده شوه.
نوموړي ګمان کاوه چې هسې سترګو به یې کوم انځور جوړ کړی وي، خو په بله شپه همدا مېرمنه بیا راغله او دا ځل یې ځان په انساني شکل مجسم کړی و او د ابو کهف بسترې ته ورنږدې شوه او ویې ویل؛
ای ځوانه!
نوم مې حاجت دی او باوري یم چې ستا د فلج د ناروغي درملنه کړای شم، خو په یوه شرط چې زما له لور سره به واده کوې؟
ابوکهف ځواب ور نه کړ، ځکه تلوار او وحشت له نوموړي د ویلو ژبه اخيستې وه او نوموړی یې په خولو کې ډوب کړی و.
ښځې بیا خپله خبره تکرار او پسې یې وغځوله چې زه د پېري له ذاته مسلمانه یم او ستاسې په څېر د فلج انسانانو مرستې ته لېواله یم، په همدې ټکو ویلو سره نوموړې له کړکۍ نادرکه شوه.
ابوکهف دا پېښه چاته تکرار نه کړه او وېریده چې څوک پرې د لیوني ګمان و نه کړي.
په بله شپه پېرۍ مېرمن حاجت راغله او بیا یې خپله خبره تکرار کړه، خو ابو کهف و نه توانېده چې پریکنده ځواب ورکړي.
بله شپه بیا راغله او ویې ویل چې یوازېنۍ زما لور ده چې تا سره نیکمرغه کېدای شي او تاسې له خپله رنځه پورته کولای شي.
ابوکهف وخت وغوښت چې په دې اړه به فکر وکړي، وروسته یې دروازه او کړکۍ بندې کړې، چې ویې لیدل حاجت او لور یې په دېواله خونې ته رادننه شول او نوموړي ته راغلل او تر سهار ورسره کښېناستل.
په هماغه شپه چې ابوکهف نجلۍ ته وکتل، دنګې ونې، سپین رنګ او سرو اننګو یې خوند ورکړ او د «ها» کلمه یې وکاروله او ورته یې وویل چې ستاسې شرط ما ته قبول دی.
حاجت د واده تیاری ونیو او په بله شپه له ډول-سورني او موسیقي سره واده تر سره شو.
په بله ورځ چې ابوکهف ته د مور، پلار او وروڼو ور پام شو، ګوري چې نوموړی روغ رمټ دی او په خپلو پښو درومي خوښ شول، خو ابوکهف د دې پېښې داستان چاته و نه وایه.
دې خوښي یې تر ډېره عمر و نه کړ، ځکه د ابو کهف عادت، کړه وړو توپیر وموند، هغه په خپله خونه کې کښېناسته او له ضرورته پرته بهر نه راووت، خپلې ټولې اړتیاوې يې همالته په خونه کې پوره کولې، لکه ډوډۍ خوراک، د خونې ځانګړی تشناب او داسې نور...
د ورونو یې ور پام شو چې په خونه کې هيڅ څوک ښکاري نه او دی غږېږي او فکر یې کاوه چې خپل عقل یې له لاسه ورکړی دی، خو هغه له خپلې ناوې سره په خوند او مزو کې و.
نو اوس ایا تاسې باور لرئ چې داسې پېښه هم کله شوې؟ خو زه وایم چې دا ريښتينې کیسه ده، خو ستاسې نظر هم مهم دی .
0 دیدگاه