افغانستان اقتصادي محاسبې بدلې کړې
۲۰ حوت ۱۳۹۷ 7622 0 نظر سرخط

افغانستان اقتصادي محاسبې بدلې کړې

د افغانستان په ټول تاریخ کې په لومړي ځل د صادراتو اندازه له یو اشاریه ۲ میلیارډ ډالرو واوښته او ولسمشر محمد اشرف غني د خپل هېواد اقتصادي فرصتونو ته په کتو سره غواړي چې تر راتلونکي کال دغه مهاله د افغانستان صادرات له ۲ میلیارډ ډالرو واوړي.

افغانستان چې له ۲۰۰۱ کال را وروسته، پر نوې اقتصادي لارو مزل پیل کړ او د سړي سږ کلنی عاید له ۱۸۰ ډالرو تر څه باندې ۶۰۰ پورې لوړ شو صادرات یې ایله په ۲۰۱۷ کال له ۵۰۰ میلیون ډالرو واوښتل او په ۱۸کال کې چې هېواد له ژورې وچکالي سره مخامخ وو د سوداګریزو راکړو ورکړو او هوايي او ځمکنيو لارو په پراخېدو سره تر۱۲سوه میلیون ډالرو ورسېد.

د روان ژمي اورښتونو ته په کتو ډېر افغانان تمه کوي چې نوي لمریز کال کې به د افغانستان کرنیز محصولات د تېرو کلونو څو برابره ډېر وي. د صادراتو لویه برخه تازه او وچې میوې جوړوي چې په لوېدیځ کې تر لندن، پاریس او ډېرو اروپايي مارکېټونو رسېدلې او د اسیا په ختیځ کې تر ټوکیو، سیول او بېجینګ پورې دافغان بزګرو تولیدات او صادرات ورسېدل.

 د نړۍ د دویم لوی اقتصاد چین بازارونو او دوکانونو ته په لومړي ځل د پکتیا د غرونو تورځلغوزي ورسېدل. کابل غواړي چې د افغان بزګرانو په لاسونو په تولید شویو وچو او تازه میوو د چینایانو او هندیانو د خولې خوند برابر او خپلو لاس تڼاکو بزګرانو ته پرې ملهم رانیسي. په سیمه کې د پاکستان له مارکېټونو ور ها خوا د هندوستان بازارونو ته افغان توکو ښکلا ورکړې او هندیان د هغه تاریخي افغانستان له نوي نوم او نښان سره اشنا کېږي چې یو مهال د امن کور وو او باچا او ګدا یې نړۍ ته ژوند ورباښه.

په ورته ډول د کورنیو عوایدو کچه هم په لومړي ځل له ۳ میلیارډ ډالرو واوښته چې لویه برخه یې له ګمرکونو او مالیو ترلاسه شوې. حکومت تمه کوي چې په نوي کال کې به داکچه څلور میلیارډ ډالرو ته ورسېږي او خپله ټوله عادي بودېجه به له خپلو عوایدو پوره کړي چې له سولې وروسته افغانستان ټول ورځني دولتي لګښتونو ته ځواب ویلای شي او د خپلې پرمختیا لپاره له خپل موقعيت او تر خاورو لاندې زېرمو پوره ګټه پورته کولای شي.

  داسې باور کېږي چې د فساد له کبله افغان حکومت خپل نیمايي عواید لاهم نه‌شې راټولولای او په دغه برخه کې مبارزه افغانستان په خپلو پښو درولی او د پردیو له احتیاج او سواله د تل لپاره خلاصولای شي.

افغانستان په وچه کې د راګیرو۴۸ هېوادونو له ډلې یو دی چې د خپلې راکړې ورکړې لپاره د ګاونډیو هېوادونو ټرانزېټي لارو او سمندري بندرونو ته اړتیا لري. په شپږو ګاونډیو هېوادونو کې یې درې سمندر غاړې لري او درې نور یې غواړي سمندر ته د افغانستان له لارې هم لاس رسی ومومي، خو درې په وچه کې راګیر هېوادونه یې په داسې سیمه کې پراته دي چې افغانستان له لیرې ختیځ، روسیې او اروپا سره نښلوي. پردې سربېره حالاتو داسې زمینه برابره کړې چې ټول یې یوه او بل ته د لاسونو په ورکولو بوخت دي او د کریک په نوم جوړښت کې یې د لارو په پراختیا او عصري کولو پام زیات کړی چې ورسره سم د نورو له احتیاجه خلاصېږي.

 دافغانستان په ګډون ټول غواړي چې د منځنۍ اسیا په زېرمو کې چین او هندوستان پانګونه پراخه او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا منابعو ته نوی ډیلی لار ولري او د هندوستان بازارونو ته د منځنۍ اسیا د کوچنیو هېوادونو لاس‌رسی پراخ شي.

د افغانستان په وروستیو پرمختیاوو کې ۲۰۱۸ کال له ډېرو بریو ډک وو. یو خوا د منځنۍ اسیا په لار د چین د اورګاډي له پټلۍ سره ونښلېد، بل خوا د لاجوردو پر لار یې د ترکمنستان په مټ تر اروپايي ترکیې خپل توکي واړول او له منځنۍ او شمالي اروپا سره یې د راکړې ورکړې تر ټولو خوندي او لنډه لار وموندله. د دې بریو په منځ منځ کې یې د ایران د چابهار بندر له لارې له هندوستان سره مخامخ راکړه ورکړه پیل کړه چې څه باندې ۷۰۰ ټنه توکي یې په لومړۍ جوپه صادراتو کې د ځمکې له لارې د هند مارکېټ ته واستوله او په دې توګه د پاکستان له اویا کلن احتیاجه بشپړ ځان خلاص کړ. نوی ډیلي، کابل او تهران غواړي، چې د منځنۍ اسیا ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونه هم  له دغه بندره د افغانستان په څېر ګټه کړې چې د دغې موخې په ترلاسه کېدو افغانستان د سیمې په ریښتینې څلور لارې بدلېږي چې ولسمشر غني ورته تل اشاره کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې د هند او افغانستان تر منځ راکړه ورکړه د وړم کال پرتله ۵ برابره زیاته شوې. افغان سوداګر وايي چې یوازې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو ۴ میاشتو کې د هوا له لارې هند ته د افغانستان صادرات د تېر کال ورته مودې پر مهال دوه برابره زیات شوي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د احصایې اداره د صادراتو او وارداتو په اړه کره او تازه شمېرې نه‌شې ورکولای، خو سوداګر وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې د صادراتو او وارداتو انډول بدلون کړی او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پر زیاتېدونکي ډول اړیکو پراختیا موندلې او تجارت ورسره نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی. افغانستان نه یوازې د خپلو وارداتو او صادراتو دودیزو لارو ته بدلون ورکړی، بلکې د خپلو تولیداتو لپاره یې په نړیواله کچه مارکېټ او نوم موندلی. له پاکستان سره د ۴ کاله وړاندې ۵ میلیارډ ډالره کلنۍ راکړه ورکړه نږدې اووه برابره را وغورځېده او په ۲۰۱۸ کې د کابل او اسلام‌اباد تجارت څه باندې ۷ سوه میلیون ډالرو ته را ولوېد.

 همدا تېره اوونۍ د پاکستان مرکزي بانک خوښي وښووله، چې په وروستیو دریو میاشتو کې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ راکړه ورکړه بېرته یو څه ښه شوې او تمه کوي سږکال له یو میلیارډ ډالرو واوړي.

 پاکستاني پانګوالو په لومړي ځل د افغانستان مارکېټونو ته خپل مجبوریت په ډاګه کړ او خپل حکومت یې مجبور کړی چې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې پراخې او د دواړو هېوادونو تر منځ دودیزه راکړه ورکړه بېرته پراخه کړي، خو د پاکستان د مرکزي بانک وروستۍ راپور ښيي چې پاکستان ته هم د افغانستان صادرات ۱۹ په سلو کې د تېر کال دغه مهال په  پرتله زیات شوي دي او د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو انډول په بیساري ډول بدلون موندلی، مثلاً ۵ کاله وړاندې د افغانستان واردات ۹۰ او صادرات لس په سلو کې وو، خو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې د افغانستان صادرات ۲۵ او واردات ۷۵ په سلو کې بلل کېږي. دا بدلون ښيي چې افغانستان خپلو اقتصادي معاملو او محاسبو ته له بېخه بدلون ورکړی او که لږ نوره هڅه وشي د سیمې اقتصادي محاسبې هم بدلولای شي.

افغانستان غواړي د اسیا په نوم روانه پېړۍ کې له خپل جغرافیوي موقعيته دانرژۍ او راکړې ورکړې د ټرانزېټي څلور لارې په توګه ګټه واخلي او هغه محاسبې ناسمې ثابتې کړي چې ګنې دغه هېواد په نړیوالو مرستو ولاړ دی.

 

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک