خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې
۱۴ حمل ۱۳۹۹ 2525 0 نظر زین الله احمدي

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

راپور: زین الله احمدي

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

دوی له امنیتي چارواکو غواړي چې د دغې لویې لارې امنیت ته جدي توجه وکړي، څو موټرچلوونکي او مسافر پرته له امنیتي ګواښونو پر دغه لار تګ راتګ وکړي.

څو تنو موټر چلوونکو او مسافرو سرخط سره په خبرو کې وویل، چې په دې وروستیو کې په دې لاره د وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر شوي دي، چې له امله یې د لوګر، پکتیا او خوست هغه مسافر چې په دې لاره تګ راتګ کوي، په اندېښنه کړي دي. دوی همدا راز وايي، چې په دې لاره هیڅ دولتي کارکونکی په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولای.

که څه هم د کابل ـ لوګر لويي لارې په اوږدو کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۳۳۳ قطعه، امنیتي پوستې، ولسي پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس شتون لري؛ خو خلک بیا هم د دې لارې په اوږدو کې د ناامنۍ له لاسه سر ټکوي.

 د لوګر یو تن اوسېدونکي رفیع الله ستانکزی سرخط ته وویل، چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ له امله په دغه لاره ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي، په داسې حال کې چې لوګر، کابل ته په څو کیلومټرۍ کې پروت دی.

هغه زیاتوي، چي پر دغه لاره سربېره پر دې چې دولتي کارکوونکي وخت ناوخته له کمین او هدفي بریدونو سره مخ کېږي، ترڅنګ یې عام ولسونو هم د وسله والو طالبانو او نامسؤله وسله والو له لوري له ستونزو سره مخ وي.

همدارنګه د کابل – لوګر لويې لارې يو تن موټر چلوونکي د نوم له اخيستو پرته سرخط ته وويل چې سږکال د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ـ لوګر لويه لار نا امنه شوې ده.

هغه وايي:(( زه خو هره ورځ په دې لاره ځم او راځم، طالبان سړک ته را پورته کېږي، موټر تالاشي کوي، کله چې طالبان پر سړک را ښکاره شي، ما سره او هغه سپرلۍ چې دولتي کارکوونکي وي ډار پيدا کېږي بيا ټوله لار را باندې له تشويشه ډکه تېره شي.))

صفي الله، چې د لوګر اوسېدونکی دی او په کابل کې دنده لري، سرخط سره په خبرو کې وویل، که څه هم په دغه لاره یو شمېر سیمو کې سیمه ييز پولیس او امنیتي پوستې شتون لري، خو بیا هم مسؤلین د امنیت په راوستو کې پاتې راغلي دي او هره ورځ د جنګ او د طالبانو له لوري د چک پواینټو د اچولو وېره وي.

د هغه په وینا چې کله ناکله د وسله والو طالبانو ترڅنګ کله ناکله غیرمسؤل وسله وال هم پر دې لارې خلکو ته ستونزې جوړوي.

د خلکو په خبره د وسله والو طالبانو حملې په هغو سیمو کې زیاتېږي، چېرته چې د امنیتي ځواکونو پوستې یو له بله څه باندې یو کیلومتر فاصله لري.

د یادو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر امنیه قومندان رحم خدا مخلص سرخط ته وویل، چې د پخوا په پرتله تېر کال په دغه ولایت کې بریالي عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې په مختلفو ساحو کې ۵۲۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د کابل ـ لوګر لویې لارې د امنیت د تامین په موخه د ګډو ځواکونو ګزمې فعاله دي او په روان کال کې لا ډېر امنیتي پلانونه په پام کې نیول شوي دي.

د لوګر امنیه قومندان د یادې لارې په اوږدو کې د وسله والو مخالفیو له لوري د دولتي کسانو وژل هدفي عملیات بولي او په خبره یې د دا ډول پېښو په مخنیوي کې د خلکو همکاري اړینه ده.

هغه ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې پرته له اندېښنې پر دغه لویه لار تګ راتګ وکړي.

د کابل ـ لوګر لویه لار د لوګر پر محمداغې ولسوالۍ غځېدلې ده.

د یادولو وړ ده، چې وسله والو طالبان تېر کال له همدې لارې د پکتیا د استیناف څارنوالۍ درې قاضیان او یو کارکوونکی له موټر څخه کښته کړي وو، چې وروسته یې په شهادت رسولي وو. همدارنګه څو څو ځلې د امنیتي منسوبینو او دولتي کارکوونکو د کښته کېدو او په شهادت رسېدو خبرونه هم ورکول شوي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

د بې‌سوادي پر ګړنګ؛ ميليونونه ماشومان له مکتبه پاتې دي

Dec 25, 2019 29

د ښځو او ماشومانو د حقونو یوه څېړنیز بنسټ موندنې ښيي چې ۶۳ سلنه نجونې تر ۱۵ کلني وړاندې زده‌کړې پرېږدي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک