هند ډاکټر ناکامورا ته پدما شري اېوارډ ورکوي
د هند حکومت د هغو کسانو په نوملړ کې د ډاکټر ناکامورا نوم هم ور زيات کړی دی چې ټاکل شوې سږ کال به د دغه هېواد څلورم لوی ايوراډ ورکول شي.
په دغه ليسټ د يو سل او يو څلوېښتو تنو نومونه راغلي چې اتلس يې بهرنيان او پاتې نور يې هنديان دي.
په دغه ليسټ کې څلور دېرش تنې يې ښځې او پاتې نارينه دي.
ډاکټر ناکامورا ته دغه ايوارډ د افغانستان په نوم ورکول کېږي.
پدما شري د هند څلورم لوی غيرنظامي ايوارډ دی چې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې يې، خاورې، خلکو او ټولنې ته لوی خدمتونه کړي وي.
دغه ايوارډ په نولس سوه او څلور پنځوسم کال کې تاسيس شوی او هر کال د هند د جمهوريت په ورځ وېشل کېږي.
ډاکټر ناکامورا جاپاني الاصله افغان و چې څه موده وړاندې په ننګرهار کې د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو ووژل شو.
0 دیدگاه