اویا کاله وروسته پاکستان کابل ته په ګونډو شو
۱۳ دلو ۱۳۹۷ 35671 0 نظر سرخط

اویا کاله وروسته پاکستان کابل ته په ګونډو شو

ټاکل شوې چې په څو ورځو کې افغانستان پنځه کانټینره غله دانه په لومړي ځل د ایران د چابهار بندر له لارې هندوستان ته واستوي. څو میاشتې وړاندې په زرګونو ټنه مرسته شوي هندي غنم د همدې بندر له لارې افغانستان ته راوړل شول.

په دې بریالۍ راکړه ورکړه ښکاري چې چابهار کرار کرار د ډیلي او کابل تر منځ د راکړې ورکړې پر اصلي لارې بدلېږي او پر پاکستان د دواړو هېوادونو تکیه کمېږي. هند په چابهار کې لا له مخه ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې او د تهران په خوښه د همدومره نورو پیسو مصرف ته تیاری نیسي چې په افغانستان سربېره د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاس‌رسی ومومي.

په دې توګه اسلام‌اباد بالاخره وپتېیله چې د افغانستان او هند د راکړې ورکړې د مخنیوي په ټس کې یې خپله زیان وکړ او لومړي وزیر عمران خان د پاکستاني سوداګرو او قبایلي مشرانو له غوښتنو وروسته ومنله چې له افغانستان سره یې تجارت په بې‌ساري ډول کم شوی.

عمران خان خپل حکومت ته لارښوونه وکړه چې د تورخم بندر د ۲۴ ساعته پرانیستې چاره په راتلونکو څو میاشتو کې عملي کړي. دا په تېرو اویا کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستان په اقتصادي ډګر کې له افغانستانه پر خپله ماته اعتراف کوي.

عمران خان مني چې د افغان ولسمشر د لویو اقتصادي سټراټېژیو او پروګرامونو له کبله اسلام‌اباد د میلیارډونو ډالرو کاروباري مارکېټ له لاسه ورکړی او د یوه لوی ګاونډي تربګني ورته ګرانه پرېوځي.

د عمران خان پر شاوخوا راټول سیاستوال پوهېږي چې د ښاغلي غني د هوايي دهلېزونو پروژه د هرې ورځې په تېرېدو بریالۍ کېږي او د ځمکنیو لارو د بدلون په څېر د هند او کابل دوستي په غوړېدو ده او افغانستان د پاکستان له اقتصادي دهلېزه بشپړ وتلی دی.

د پاکستان مرکزي بانک عمران خان ته د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې په تړاو زړه بوږنوونکی راپور وړاندې کړ چې پکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او تولیداتو د زیاتوالي او دواړو ختیځ او لوېدیځ ګاونډیانو ته د پاکستاني توکو د کموالي خبر ورکړل شو.

بانک وايي د ۲۰۱۸ کال په دویمه نیمايي کې د افغانستان صادرات دغه هېواد ته څه باندې۲۰ په سلو کې زیات شوي دي او څه باندې ۸۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال ورته مودې پر تله نږدې ۱۵میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د سوداګري په برخه کې ستونزې پراخې شوې او په افغانستان کې د ناامنیو په ګډون وچکالي د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو وضیعت خراب کړی. د پاکستان د دولتي بانک له خوا د تازه خپرو شویو شمېرو پر اساس افغانستان ته د پاکستان صادرات نږدې ۱۸ په سلو کې کم شوي دي چې په وروستیو څلورو کلونو کې پاکستان له ورته وضعيت سره مخامخ دی او بالاخره یې د ښاغلي غني د اقتصادي پلانونو مزه وڅکله چې د پاکستان د زیات فشار له کبله یې خپله قبله بدله کړه.

د ۲۰۱۸ کال له جولای څخه د ډسمبر تر وروستۍ نېټې افغانستان ته د لږ څه باندې ۶۰۸ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي له پاکستانه وارد شوي دي، په داسې حال چې وړم کال د ورته مودې پر مهال د نږدې۷۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستاني توکي له پاکستانه افغانستان ته وارد شوي وو.

د پاکستان د سوداګري خونې وايي چې په ۲۰۱۲ کال کې یې له افغانستان سره د څه باندې څلور میلیارډه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه درلوده چې د افغانستان ونډه پکې ۵ په سلو کې وه او د هرې ورځې په تېرېدو د پاکستان ونډه په زیاتېدو وه. د پاکستان دولتي بانک وايي چې په تېره ډسمبر میاشت کې له پاکستانه افغانستان ته د څه باندې ۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې د ۱۶۳میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستاني توکي افغانستان ته دننه شوي وو.

پاکستان وايي چې له افغانستانه د ورتلونکيو توکيو کچه د تېر کال د نومبر میاشتې په پرتله په ډسمبر کې دوه نیم په سلو کې زیاته شوې. په ټوله کې پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي او له پا کستانه واردات کم شوي دي. 

په افغانستان کې چارواکي وايي چې د صادراتو او ورداتو تر منځ انډول د مثبت بدلون په حال کې دی او تمه کېږي چې د تېرو ۱۲میاشتو د صادراتو په تړاو نوې شمېرې اعلان کړي چې د ۲۰۱۷ کال پر تله پکې پراخ ښه‌والی را منځ ته شوی دی.

په مالیې او سوداګري وزارت کې سرچينې وايي چې د افغانستان صادرات تر یو میلیارډ ډالرو اوښتي او د روانو هڅو په لړ کې به دا کچه د راتلونکي کال تر وروستیو پورې تر یو نیم او بیا دوه میلیارډ ډالرو واوړي.

په پاکستان کې سوداګر له خپلو چارواکيو غواړي چې افغانستان ته پام زیات او سوداګریزې اړیکې ورسره له سره تعریف کړي. په دې ډله کې تر ټولو ډېره هیله د خیبر پښتونخوا سوداګر لري او خپلو مرکزي او ایالتي ادارو ته یې یوه سټراټېژي وړاندې کړې چې پر اساس یې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري بېرته وغوړېږي.

سوداګرو د عمران خان د هغې لارښوونې هرکلی کړی چې د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې په تړاو یې کړې ده. په افغانستان کې ولسمشر غني ته نږدې منابع وايي چې د واکمن ولسمشر د تګلارو له کبله بالاخره پاکستان افغانستان ته د مجبوریت غېږ پرانیسته.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک