تر سبا د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بېکفايتي په تور ګوښه کېږي
نن مازديګر د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو سرخط ته سرچينو ويلي دي چې نه يوازې اتمر، بلکې څلور لوړپوړي امنيتي چارواکي د بيکفايتي له امله له دندو ګوښه کېدو ته اړ کړل شوي دي.
سرچينې وايي، ولسمشر تر سبا ورځې پورې د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت وزيرانو، د ملي امنيت رياست لوی رييس او د ملي امنيت شورا سلاکار ته ویلي دي چې ژر تر ژره دې يا استعفاوې ورکړي، کنه، له دندې به يې ګوښه کړي.
په دوی کې لومړۍ استعفا د حنيف اتمر وه چې تر نورو وړاندې يې ورکړه، خو پاتې نور به يې تر سبا پورې له خپلو دندو لاس په سر شي.
سرخط ته باوري سرچينو ويلي دي چې د غزني سقوط، د مسکو ناسته، په کابل کې د اختر پر ورځ پر ارګ د ځانمرګيو ډلهييز بريدونه او په ورستيو کې د ملي سرتېرو د مرګ ژوبلې د ګراف لوړېدل هغه لاملونه وو چې ولسمشر يې پر دغو څلورو واړو لوړپوړيو چارواکيو بې باوره کړ.
تر اوسه په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمد الله محيب د اتمر پر ځای ټاکل شوی دی، خو د پاتې نورو کسانو د ځایناستو په اړه لا مالومات نه دي تر لاسه شوي.
0 دیدگاه