ايران وايي، که امريکا ځان وخوځاوه، دوبۍ او اسراييل تر اور لاندې نيسي
ايران تازه ګواښ کړی دی که چې د امريکا متحده ايالاتو د دغه هېواد پر ضد د غچ اخيستنې په پار ځان هم وخوځاوه، اسراييل او عربي متحده امارات به په توغنديو وولي.
د ايران ملي ګارډ په خپله يوه تازه اعلاميه کې په دې سربېره خپلو ګاونډيو او د امريکا متحدو هېوادونو ته هم ګوته څنډلې ده.
"موږ د امريکا ټولو متحدو هېوادونو ته چې د امريکا ترهګر پوځ ته يې نظامي اډې ورکړې، خبرداری ورکوو، که د دوی له خاورې زموږ پر ضد کوم اقدام وشي، هماغه سيمه به زموږ د توغنديو موخه وي."
ډېلي مېل د ايراني چارواکيو له خولې ويلي دي چې که امريکا د غچ اخيستنې په موخه د ايران ضد کوم حرکت وکړ، هماغه شېبه به د اسراييلو حيفا او د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښارونه تر اور لاندې ونيسي.
د ايران سپاه پاسداران نن سهار په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي اډو ګڼ شمېر توغندي وويشتل چې د ايراني چارواکيو په خبره، پکې پنځه اتيا تنه وژل شوي او تر دوه سوه ډېر نور ژوبل دي.
په دغو برېدونو کې يو شمېر پوځي الوتکې هم ويجاړې شوې دي.
ايران دغه بريدونه په بغداد کې د ايراني جنرال قاسم سليماني پر موټر د امريکا د بريد په غبرګون کې کړي.
0 دیدگاه