د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تښتول شوی
۷ دلو ۱۳۹۸ 2566 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تښتول شوی

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين تېره شپه د پېښور له تهاکال سيمې څخه له څو نورو ملګرو سره وړل شوی او تر اوسه يې لوری نه دی مالوم.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه بل مشر او د پاکستان د ملي شورا غړي محسن داوړ د منظور پشتين تښتول کېدل منلي او ويلي يې دي چې هغه تېره شپه نيول شوی دی.

داوړ وړ ويلي دي، دوی په جمهوري توګه خپل غږ اوچتوي او دغسې په نيمه شپه کې نيول کېدل او له کور وړل ورته سزا ټاکل شوې ده.

داوړ ژر تر ژره د پشتين د خوشې کولو غوښتنه کړې ده او زياته کړې يې ده چې دغسې ګامونه به د دوی حوصلې ټيټې نه کړي.

په پاکستان کې تر بلوڅو ملتپالو وروسته د پښتنو زيات هغه کسان د ناڅرګندو کسانو له خوا تښتول کېږي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد څرګندونې کوي يا يې ورته سرخوږی جوړ کړی وي.

تر دې وړاندې هم پاکستانيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې نيولي وو.

هند ډاکټر ناکامورا ته پدما شري اېوارډ ورکوي

Jan 26, 2020 29

د هند حکومت د هغو کسانو په نوملړ کې د ډاکټر ناکامورا نوم هم ور زيات کړی دی چې ټاکل شوې سږ کال به د دغه هېواد څلورم لوی ايوراډ ورکول شي.

ايران وايي، که امريکا ځان وخوځاوه، دوبۍ او اسراييل تر اور لاندې نيسي

Jan 08, 2020 29

ايران تازه ګواښ کړی دی که چې د امريکا متحده ايالاتو د دغه هېواد پر ضد د غچ اخيستنې په پار ځان هم وخوځاوه، اسراييل او عربي متحده امارات به په توغنديو وولي.

پر امريکايي اډو د ايران په بريد کې ۲۸۵ تنه مړه او ژوبل شوي

Jan 08, 2020 29

نن سهار وختي د ايران سپاه پاسدران په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي اډو ناتار توغندي و اورول چې د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، تر اوسه پورې پکې پنځه اتيا تنه وژل شوي او تر دوه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک