پاکستان افغانان د موقت حکومت په چاړه وهل غواړي
۱۳ دلو ۱۳۹۷ 9834 0 نظر عطاءالرحمن هدایت

پاکستان افغانان د موقت حکومت په چاړه وهل غواړي

تېر کال چې کله ولسمشر غني د سولې طرحه وړاندې کړه، نه یوازې په داخل د افغانستان بلکې نړيوالو هم دغه طرحه خوښه او وستایله. د ولسمشر غني ادارې او په تېره بيا د سولې عالي شورا د کوښښونو په نتېجه کې پرته له پاکستانه تقریباً د نړۍ نورو ټولو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع او حرامه وګڼله.

پاکستان چې تل په افغانستان کې امن او سوله نه غواړي؛ نو هیڅ موقع یې نه ده ضایعه کړې. کله چې په کابل کې د ۷۵۰ علماوو په شمول غونډه جوړه شوه، د پاکستاني پوځ له خوا د طالبانو په واسطه پرې خونړی برید وشو چې په نتېجه کې يې تر ۱۲۰ زیات ملکي وګړي او عالمان شهیدان او ټپیان شول.

له دې وروسته په اندونيزیا کې د پاکستاني ملایانو په شمول یوه ستره غونډه جوړه شوه چې هلته هم پاکستاني ملایانو په خورا بې‌شرمي روانې جګړې ته د مشروعیت ورکړ او موجوده نظام او کوښښ يې وکړ چې حکومت لاسپوڅی او کفري نظام معرفي کړي او د معصومو افغانانو وینه تويولو ته یې د جهاد نوم ورکړ.

پاکستان چې د خپلو ګټو جنګ په افغانستان کې د مذهب په نوم د طالب په واسطه روان ساتلی، دا ورته هیڅکله د منلو وړ نه وه چې د مذهب په نوم جګړه دې د حق‌پرسته علماوو له خوا حرامه او ناجايزه وګڼل شي.

د کابل او اندونيزیا د علماوو کانفراسونه هغه څه وو چې پاکستانۍ استخباراتي اداره «ای‌ایس‌ای» یې سخته وارخطا او دې ته مجبوره کړه چې د حق‌پرسته علماوو له منځه وړلو پلان جوړ او د طالبانو په واسطه یې عملي کړي. په کابل او د هېواد په نورو ډېرو برخو کې حق‌پرسته علماء د نامعلومه کسانو له خوا په شهادت ورسول شول.

نه یوازې علماء بلکې د ای‌ایس‌ای له خوا طالبانو ته د وطن‌دوسته او مخلصو اشخاصو لکه ملي شهید ستر جنرال عبدالرازق او د ستر شهید عبدالجبار قهرمان د وژلو پلان هم ورکړ چې دغه پلان د طالبانو له خوا په کامیابي سر ته ورسول شو.

له دې سره د هېواد په ټولو برخو کې جنګ تود او له ملکي وګړيو سره سره د ملي اردو او پولیسو د شهادتونو ګراف هم لوړ شو. د ولايتونو سقوط او ورته ټولې دسیسې چې د پنجاب له خوا د طالبانو په واسطه عملي کېدې، هدف یې همدا و چې د ولسمشر غني د سولې طرحه ناکامه او افغانان په یوه نه ختمېدونکي جګړه کې بوخت او بالاخره ختم کړي.

د پاکستان د پوځ مشر قمر زمان باجوه ولسمشر غني ته په کابل کې په یوه ناسته کې وویل چې د طالبانو جهاد(؟) په اړه دې کابل د مذهب او علماوو له فتوا څخه ډډه وکړي. د دې خبرې معنا یې دا وه چې د مذهب په نوم د جنګ میدان ګرم ساتلو لپاره د جايز او ناجايز، حلال او حرام فتوا ورکولو حق فقط پاکستان ته شته او بل هیڅوک دا حق نه لري!

ولسمشر غني چې تر بل هر چا زیات سولې ته ژمن دی؛ نو له همدې امله یې خپله پالیسي پر مخ یووړه او بالاخره پر دې وتوانېده چې په سعودي عربستان کې د افغان جنګ په هکله یو کانفرانس جوړ کړي.

په دې غوڼده کې پرته له پاکستانه تقریباً د ټولو اسلامي هېوادونو سترو عالمانو، شیوخو او د حرمینو شریفینو امامانو ګډون وکړ او وروسته له څو ورځو بحثه یې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې پکې په افغانستان کې روان جنګ ته فساد او د افغانانو وینه تویول یې حرام وګڼل او دا هغه څه وو چې پاکستان نه غوښتل.

له دې سره جوخت د افغان حکومت د کامیابو پالیسیو له کبله نړۍ ته د پاکستان دوه‌مخې پالیسي په ډاګه شوه چې په نتېجه کې پاکستان له ترهګرو سره د مالي همکاري له امله په خړ لېسټ کې شامل کړای شو.

د داخلي خاینانو، پردیپالو،ایجنټانو او زورواکيو ځپل او بې‌واکه کول، د پاکستان پر ځای نورو هېوادونو بالخصوص له هند او چین سره تجاري اړيکو ډېرول، له پاکستانه د افغان مهاجرینو بېرته وطن ته راستنېدل، اروپايي هېوادونو ته د افغاني صادراتو د لېږلو لپاره هوايي دهلېزونه پرانیستل او د اوبو سم مدیریت د ولسمشر غني هغه کامیابې پالیسۍ وې چې د پاکستان اقتصاد یې صفر ته راښکته کړ.

خراب اقتصاد او نړيوالو فشارونو پاکستان دې ته مجبور کړ چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راکش کړي او دا خبره پرون خپله د پاکستان د پوځ ویاند هم وکړه چې طالبان دوی د مذاکراتو مېز ته حاضر کړل.

له پاکستان سره د خپل ټول قوت پر دې و نه توانېدو چې د سولې مذاکرات ناکام کړي او تر دې ځایه رارسېدو مخه یې ونیسي. که څه هم د سولې اوسني مذاکرات د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه‌سازي ده، خو پاکستان هیڅکله طالبان له افغان حکومت سره د مذاکراتو لپاره نه پرېږدي، ځکه که چېرته داسې وشي، پاکستان د سولې په نوم له امتیازاتو بې‌برخې کېږي.

پاکستان د خپلو ډېرو ناکامیو لامل ولسمشر غني ګڼي او پر دې پوهېدلی چې د ولسمشر غني په موجودیت کې دوی نور خپل هدف نه‌شي تر لاسه کولای؛ نو ځکه غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې خپله خبره چې هغه د موقت حکومت غوښتنه ده، د طالبانو په خوله وکړي.

پاکستاني جنرالانو په کویټه کې طالب مشرانو ته امر کړی چې د سولې مذاکرات به هیڅکله له افغان حکومت سره نه کوي، د موقت حکومت غوښتنه به حتماً کوي او په متحده عرب اماراتو، قطر او بل هر هغه ځای چې دوی ورته امر وکړي، حتماً به د سولې د مذاکراتو لپاره حاضرېږي او د ای‌ایس‌ای له ایجنټانو پرته به په هیڅ ځای کې د سولې مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

پاکستان غواړي چې د موقت حکومت په را منځ ته کولو د ۹۰يمو کلونو تاریخ تکرار او یو وار بیا په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت مسلط او خپل وحشت ته ادامه ورکړي.

 

 

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک