د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تښتول شوی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين تېره شپه د پېښور له تهاکال سيمې څخه له څو نورو ملګرو سره وړل شوی او تر اوسه يې لوری نه دی مالوم.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه بل مشر او د پاکستان د ملي شورا غړي محسن داوړ د منظور پشتين تښتول کېدل منلي او ويلي يې دي چې هغه تېره شپه نيول شوی دی.
داوړ وړ ويلي دي، دوی په جمهوري توګه خپل غږ اوچتوي او دغسې په نيمه شپه کې نيول کېدل او له کور وړل ورته سزا ټاکل شوې ده.
داوړ ژر تر ژره د پشتين د خوشې کولو غوښتنه کړې ده او زياته کړې يې ده چې دغسې ګامونه به د دوی حوصلې ټيټې نه کړي.
په پاکستان کې تر بلوڅو ملتپالو وروسته د پښتنو زيات هغه کسان د ناڅرګندو کسانو له خوا تښتول کېږي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد څرګندونې کوي يا يې ورته سرخوږی جوړ کړی وي.
تر دې وړاندې هم پاکستانيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې نيولي وو.
0 دیدگاه