د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!
۱۳ حمل ۱۳۹۹ 3577 0 نظر  عمر شفيق

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او مالکانو نه خالي پارلمان به وي. له کندهار څخه ډېرى لوستي ځوانان راغلي دي، له ختيځو ولايتونو، له جنوب ختيځو او نورو شمالي او مرکزي ولايتونو څخه ټول بافکره او خبر ځوانان د اوسني پارلمان غړي دي.

څومره چې د پارلمان استازو د پوهې په کچه بحث کېږي، په هماغه کچه د ملت هيلې او توقعات ډېر محسوسيږي. يعنې اوسنى پارلمان بايد د افغانستان ګواښوونکى وضعيت درک کړي او هغه موارد چې ملت ترې کړيږي، ژر تر ژره د يوې داسې لارې حنثى کړي، چې نور يې هيڅ د بيا ژوندي کېدو او په حرکت راتلو مجال پاتې نه شي. که چېرې اوسنى پارلمان د يادو ستونزو د حل معقولې او قانوني لارې ونه لټوي او د متخلفو اړخونو خولې د خپلو قانوني واکونو په وسيله ونه تړي، ډېر وخت ادامه پيدا کولى شي.

چېرې مې وليدل، چې د پارلمان وکيلان د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرايې رئيس ډاکټر صيب عبدالله تر منځ ګډوډۍ او تشنج ته د حل لاره لټوي. لومړى دا خبره، چې دې موضوع ته د تشنج نوم ور کول او بيا يې منصفانه حل غوښتل په هېواد کې د غير مشروع واک غوښتنې فرهنګ مداوم ساتل، ډيموکراټيکو اصولو او ارزښتونو ته نه پام او په لوى لاس واک د زورواکو او پاټکيانو په لاس ورکول دي.

راځئ نور ترخه واقعيتونه بيان کړو، د زورواکۍ او سهامي حکومتونو ګټې مو وليدلې، افغانستان او افغان ملت يې څو پېړۍ شاته بوتلو. که بيا داسې حالت ته کار کېږي او ازمايل شويو څېرو ته فرصت ورکول کېږي، هېڅکله به ښې پايلې ونه لري.

افغانستان کې نور بايد غيرمعقولې مصالحې او د ملي ګټو خلاف دريځونه وننګول شي. طرفداران يې چلنج شي او د ملت غاړې نه يې لاسونه وايستل شي. که چېرې د افغانستان پارلمان چې د ملي ارادې قانوني مظهر دى او په ټوله کې د افغان ملت/ ولسونو مستيقمه نمايندګي کوي؛ افغانستان کې ډيموکراټيک نظام نه غواړي، پاک او ځيږ داسې اسلامي نظام غواړي، چې هغه کې دُرې وهل، لاس پرې کول او قصاص پلي کېدل اجرا کېږي. بايد طالبانو سره روغه وکړي، ځکه طالبان هم که شاته يې نورې مردارۍ نه وي. ظاهراً خو همدا نارې وهي، چې سوچه اسلامي نظام غواړو.

که بيا پارلمان ډيموکراټيک اصول او ارزښتونه مني او غواړي، چې افغانستان کې يو داسې نظام موجود وي، چې خلک يې غواړي، واحد، متمرکز او د يوه ولسمشر تر رهبرۍ لاندې کار وکړي، نو بيا د پارلمان وکيلانو رسالت دا دى، چې ټول متفقاً په ډاکټر صيب عبدالله غږ وکړي؛ چې نور د ملت له مرۍ پښې لرې کړي، جهاد او مقاومت بدني عبادت دى، خداى پاک يې هر مسلمان ته په اخرت کې اجر او ثواب ورکوي

البته هغه هم د داسې جهاد په بدل کې، چې د دوو هدفونو لپاره يې ترسره کړى وي. لومړۍ دا چې د خداى د کلمې لوړوالى پکې وي او دويم د اسلامي اُمت لپاره د خلاصون وسيله وګرځي.

که دا دوه هدفونه له جهاد څخه نه ترلاسه کېدل، دا بيا پاکستانى جهاد دى. داسې چې خپله مسلمان د پاکستان پلازمينې اسلام اباد زړه ايبټ آباد کې په امريکايانو وژني، د افغانستان پاک او تکړه علماءکرام زندانيان يا امريکايانو ته په لاس ورکوي؛ پيسې ورباندې اخلي او يا يې موټرو پسې تړي، په شهادت يې رسوي. خو افغانانو ته د جهاد په نوم بمونه په لاس ورکوي، ځانمرګي واسکټ وراغوندي، چې افغانستان پرې وران او د خپلو افغانانو وروڼو عامه وژنه وکړي. په داسې جهاد کولو بيا اخرت کې ثواب څه، چې خداى پاک مسلمان ته سخت عذاب ورکوي.

پارلمان کې ټول لوستي، سترګور او ښه تکړه ځوانان ناست دي. د افغانستان جنګي مشرانو ته دې د ملت په موجوده حالت پيغور ورکړي. ور ياد دې کړي، چې پاکستانيو مشرانو شپېتو کلونو کې خپل ملت ته څه کړي دي او تاسو په ... کلونو کې جوړ افغانستان تر کوم حالته ورساوه؟ جنګي مشران بايد سم وپوهول شي، چې نور موږ ته افغانستان کې د جنګ، زورواکۍ او خپلمنځي وژنو په وسيله حکومتونه رامنځ ته نه کړي. ملت دې پرېږدي، چې شعوراً پوه شي، څه زده کړي، خپل وطن او خلکو ته د يوې روا لارې خدمت ترسره کړي. د پارلمان وکيلان کولى شي، چې پورتني موارد په نړيواله کچه مطرح کړي. يانې نړيوالې ټولنې او نورو لوېديځو شريکانو ته قناعت ورکړي، چې د واک وېش او په نظام کې غير قانوني سهم اخيستل افغانستان بې ثباتۍ ته ټېل وهي.

د جمهوريت په استحکام ټول ملت يوه خوله دى، خلک په سختو حالاتو کې د ټاکنو ځايونو ته تللي دي او د يوه باصلاحيته حکومت د رامنځ ته کولو لپاره يې هر خطر منلى دى. که چېرې د ملت قرباني د زورواکو لپاره هدر کېږي او په واک کې له غيرمشروع لارې پاټکيان داخليږي؛ بايد داسې وګڼو، چې د ملت استازي هغه رايې، چې خلکو د خپلو حقونو د ساتنې لپاره ورکړي دي؛ هېروي او د خپل ميل او ذوق سره سم وکالت ترسره کوي. د دې لپاره چې وکيلان خپل رښتينى رسالت ادا کړي او ملت له ناحقه کړاونو څخه وژغوري؛ بايد د ملت نمايندګانو په توګه تر يو ټاکلي وخت پورې طالبانو ته د جګړې په خاتمه او استحساناً د اوسني نظام پرځاى پاتې کېدو په پار قناعت ورکړي.

کورني مشران البته ډېرى يې د مقاومت بړيڅي، بايد په قاطعيت سره وپوهوي، چې راتلونکو نسلونو ته يو څه کول لازمي دي. حق لري، چې محتاج ونه اوسي. پر ځان بسيا او خپلواک ژوند ولري. د ننني نسل په څېر تر دومره هر اړخيزې محاصرې لاندې اوسېدل ورته په ميراث پرېښودل شين ظلم دى.

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

نامه‌ای سرگشاده به رئیس جمهوری

Jan 18, 2020 29

رشته‌ام ژورنالیزم است و از سال‌ها به اینسو در ادارات مختلف ایفای وظیفه می‌نمایم و هدفم بیان واقعیت‌های است که نتوانستم از آن چشم پوشی نمایم. برای نخستین بار، محمد جواد [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک