غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې
غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې
په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.
۶۵ کلن ډیوېډ وین اولیور د کلوارډو ایالت اوسیدونکی دی. هغه د کرسمس په مېلو کې یو بانک ته ننوت او د تمانچې په مرسته یې د بانک کارکوونکي ځکه وګواښل چې هغوی د ده بکس له ډالرو ور ډک کړي.
د دې پېښې شاهدان وايي، کله چې ډېویډ پیسې يو وړې، تر هغه وروسته بهر ووت او ټولې لوټ کړې پیسې یې په هوا کې وشیندلې، وروسته یې خلکو ته د «زما کرسمس» په دود مبارکي ویل نارې شروع کړې.
خلکو هم لاس و نه نيو او پر ځمکه پرتې پیسې یې له ټولولو وروسته بانک ته وسپارلې.
خو د پولیسو په وینا، د غلا شویو پیسو په اندازه ډالر بېرته بانک ته نه دې رسېدلي او زرګونه ډالر لا هم ورک دي.
تر دغې پېښې وروسته ډېویډ یو مشهور کافي شاپ ته ولاړ او همالته د بانک لوټولو په تور د پولیسو له خوا ونیول شو، خو په دې وخت کې يې تمانچه یې ورسره پيدا نه کړه.
0 دیدگاه