اووه میاشتنی ماشوم ښاروال شو
۴ جدی ۱۳۹۸ 2657 0 نظر سرخط

اووه میاشتنی ماشوم ښاروال شو

اووه میاشتنی ماشوم ښاروال شو

په امریکا کې یو ماشوم د نړۍ تر ټولو ځوان ښاروال اعلان شو چې عمر يې یوازې اووه میاشتې دی.

اووه میاشتنی ویلیم چارلز'Charlie' McMillin  د ټکزاس د وايټ هال Whitehall ښار افتخاري ښاروال وپېژندل شو. دغه ځانګړي مراسم د امریکا په سپینه ماڼۍ کې  جوړ شول چې ۱۵۰ تنو پکې ګډون کړی و، کله چې هغه افتخاري ښاروال شو، اوس خلک ورته «چارلي ښاروال» وايي.

په مراسمو کې د ښاروال مور وویل چې د چارلي نوی شعار دا دی؛ «امریکا بیا لویه کړئ، امریکا بیا مهربانه کړئ».

په دغه پروګرام کې نورو ماشومانو او زده‌کوونکيو هم ګډون کړی و، ګډونوالو ټینګار وکړ چې ټول له ماشومانو سره مینه کوي او دوی غواړي امریکا ته سوله او خواخوږي راولي.

د مجلس بله په زړه پورې موضوع دا ده چې چارلي په دغه عمر کې د خپل مسوولیت سوګند هم یاد کړ. دا په داسې حال کې ده چې هر کال دلته د افتخاري ښاروال موده اعلانېږي او هغه څوک افتخاري ښاروال پېژندل کېږي چې زیاتې پیسې ورکړي.

 

 

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک