پر سېنما ميين خلک
پر سېنما ميين خلک
هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.
دوی د خپلو جامو، خوړو او نورو لګښتونو په برخه کې سپما کوي، خو د بالیووډ سېنما په هکله بیا هیڅ نه پرېږدي.
د راپور له مخې، د هرې سېنما مخې ته د ټکټ پلورنې بکسونه په لوړ غږ ګړبېږي او خلک هم جوپه جوپه د خپلو ستوريو د نویو فلمونو نندارې لپاره سېنماوو ته ځي.
انکیا مانک له هغو کسانو ده چې د سېنما ټکټ تر لاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړه ده، د هغې په وینا، غواړي چې د سلمان کوتک وهل او د هغه ښکلې نڅا وویني.
د یادولو وړ ده چې دغه ځوانه نجلۍ له نورې هرې برخې بچت کوي چې د خپل پلار د عملیات لپاره پیسې ټولې کړي، خو له سېنما یې نهشي درېغولای.
يوه بله ۱۹کلنه ځوانه نجلۍ چې په باروډا ښار کې د بازارموندنې د کارپوهې دنده لري وايي، اقتصادي وضعیت يې ښه نه دی، خو له واقعیته د تېښتې لپاره ښه لاره د فلم لیدل بولي.
0 دیدگاه