انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی
۸ جدی ۱۳۹۸ 3994 0 نظر سرخط

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

د هغه لور سونم کپور هم فلمي ستورې ده، هغه دا خبره مني او وايي چې پلار یې اوس هم لکه ۲۱ کلن ځوان چټ پټ ښکارېږي.

سونم پر خپله ټویټرپاڼه د خپل پلار یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، ۲۱ کلن ځوانه، زېږ ورځ دې مبارک شه پلاره.

انيل‌کپور په مشعل فلم کې له دلیپ کمار سره کار وکړ او لومړی ځل د غوره مرستیال اداکار جایزه ورته ورکړل شوه. تر دغه فلم وروسته یې بیا شاته و نه کتل او پرله‌پسې یې د پرمختګ بلها ګامونه پورته کړل، لکه د «میری جنګ، محبت، مسټر انډیا، جانباز او نور فلمونه» یې تر ټولو غوره دي.

کپور لومړی ځل په تېزاب فلم کې د غوره اداکار جایزه واخیسته، ورپسې په رام لکن، جوشیلې، لاډلا او بېټا فلمونو کې خورا وځلېد. هغه په ۴۰ کلن فلمي ژوند کې تر سلو زیاتو فلمونو کې کار کړی چې د اسکار جایزې ګټونکي فلم سلم ډاګ ملنیر کې یې خپل جوهر سم ښوولی دی.

 

 

 

 

 

 

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

اووه میاشتنی ماشوم ښاروال شو

Dec 25, 2019 29

په امریکا کې یو ماشوم د نړۍ تر ټولو ځوان ښاروال اعلان شو چې عمر يې یوازې اووه میاشتې دی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک