انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی
انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی
د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.
د هغه لور سونم کپور هم فلمي ستورې ده، هغه دا خبره مني او وايي چې پلار یې اوس هم لکه ۲۱ کلن ځوان چټ پټ ښکارېږي.
سونم پر خپله ټویټرپاڼه د خپل پلار یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، ۲۱ کلن ځوانه، زېږ ورځ دې مبارک شه پلاره.
انيلکپور په مشعل فلم کې له دلیپ کمار سره کار وکړ او لومړی ځل د غوره مرستیال اداکار جایزه ورته ورکړل شوه. تر دغه فلم وروسته یې بیا شاته و نه کتل او پرلهپسې یې د پرمختګ بلها ګامونه پورته کړل، لکه د «میری جنګ، محبت، مسټر انډیا، جانباز او نور فلمونه» یې تر ټولو غوره دي.
کپور لومړی ځل په تېزاب فلم کې د غوره اداکار جایزه واخیسته، ورپسې په رام لکن، جوشیلې، لاډلا او بېټا فلمونو کې خورا وځلېد. هغه په ۴۰ کلن فلمي ژوند کې تر سلو زیاتو فلمونو کې کار کړی چې د اسکار جایزې ګټونکي فلم سلم ډاګ ملنیر کې یې خپل جوهر سم ښوولی دی.
0 دیدگاه